د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۷

که امریکا طالبان خپل دښمنان نه بولي، نو شپې عملیاتو ته څه اړتیا ده؟


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره خپل مطالب د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په برخه کې وروستیو پرمختګونو ځانګړې کړي، چې حمید مومند يي غورچاڼ برابر کړی.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې له نورو هغو سره په توپیر کې بللې او لیکلي، چې له امریکا سره دا اړیکې د افغانستان په راتلونکې ژور او اوږد مهاله اغیز پرې باسي.

ورځپاڼې وړاندې د دې تړون لپاره د دواړو لورېو ترمنځ شوېو خبرو ته هم کتنه کړې او لیکلي، چې دواړه په دې هڅه کې دي، چې په دې خبرو کې خپلې ګټې خوندي کړي او د یو بل پر ضد د فشار ټکي پیدا کړي.

ورځپاڼې په دې برخه کې امریکا بریالۍ بللې او لیکلي، چې په افغان دولت د خپلو غوښتنو د منلو لپاره د فشار له وسیلو نه په مناسب وخت کې کار اخلي.

د ورځپاڼې په وینا دا ځلې د دواړو لورېو ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اړه خبرې په داسې حال کې پیلیدونکې دي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې هم په مهم پړاو کې دي.

ورځپاڼې لیکلي، چې امریکا به ښایي له دې حالته پر افغان دولت د فشار لپاره کار واخلي او داسې به وښیۍ، که یي غوښتنې و نه منلې شي، نو له طالبانو سره به په دې اړه خبرې وکړي.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په اړه راتلونکې خبرې به په روانه میاشت کې په کابل کې پیل شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې افغان لورې هڅه کوي په دې خبرو کې د هغو سپارښتنو په رڼا کې چلند وکړي، چې د مشورتي لویي جرګې له خوا وړاندې شوي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم دواړه لوري دا ادعا کوي، چې د ستراتیژیکو اړیکو په اړه د اختلافي مسایلو پر سر موافقه رامنځ ته شوې، خو لا هم د اختلاف ځینې مهم ټکي پاتې دي.

د ورځپاڼې په وینا د بهرنیو ځواکونو د شپې عملیات او د تړون حقوقي ارزښت هغه څه دي، چې لا پرې د دواړو خواو ترمنځ اختلاف موجود دې.

ویسا:

خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د افغان او امریکایي لوریو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په برخه کې هیڅ راز پرمختګ نه دې شوې.

ورځپاڼې لیکلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ د شپې د عملیاتو په اړه موجود اختلاف لا هم د یوې جدي مسئلې په توګه په خپل ځای پاتې دې.

ورځپاڼه لیکي، چې د امریکا مرستیال ولسمشر طالبان خپل دښمنان نه بولي او په دې ترڅ کې د سولې خبرې هم روانې دي، نو د شپې د عملیاتو اړتیا څه ده؟

ورځپاڼې د شپې د عملیاتو دوام د هېواد له ملي حاکمیت سره په ټکر کې بللې او لیکلی، تر هغو، چې دا ستونزه هواره نشي د ستراتیژیکو اړیکو سند باید لاسلیک نشي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي، چې د امنیت د ملي شورا په غونډه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شپې د عملیاتو په اړه پراخ بحثونه شوي.

ورځپانه لیکي، چې په دې غونډه کې، چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه پدې اړه د ناټو ځواکونو په یوې نوې طرحې هم خبرې وشوې او پریکړه وشوه، چې دا طرحه دې د لویی جرګې د سپارښتنو په رڼا کې وڅیړلې شي.
XS
SM
MD
LG