افغان سوداګر شکایت کوي، پاکستان چې له تیرو دوومیاشتو راهیسې یي له خپلې لارې د ناټو د اکمالاتو لارې بندې کړې اوس د دوي د اکمالاتو پر وړاندې هم ستونزې جوړوي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې پاکستان د افغان سوداګرو یو شمېر کانټینرونه له دوه اونیو راهیسې په دې پلمه درولي چې ګواکې دا د ناټو اکمالات دي:
(دا زیاتره غوښې دي اوه سوه کانټینرونه دي دا پنځلس شپاړلس ورځې کیږي چې په پیښور کې ولاړ دي، یو تعداد یي په کراچې کې ولاړ دي، دا د پاکستان نظامیانو بوولي دي په دې نامه چې دا ناټو ته ځي، اما دا خو د ناټو مال نه دی او دولت موږ سره په دې برخه مرسته نه ده کړې.)
پاکستان د ناټو پر اکمالاتو شاوخوا دوه میاشتې مخکې وروسته له هغې بندیز ولګاوه، چې د ناټو ځواکونو د پاکستان په سرحدي پوستو حمله وکړه او څلورویشت پاکستاني سرتیري یي ووژل.
خو اوس داسې ښکارې، چې دې مسئلې افغان سوداګر هم زیانمن کړي او له ګڼ شمېر ستونزو سره یي مخامخ کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت تر یوه حده دا ستونزه تاییدوي او وایي، چې دوي یي د حل لپاره پراخې هڅې پیل کړي دي.
د دغه وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي غواړي د سیمې په کچه افغان سوداګرو ته ځینې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي:
(موږ خپلو تجارتي ټیم ته په اسلام اباد کې وظیفه ورکړې ده، چې څومره ژر کیدای شي دا خوراکي مواد چې د خرابیدو په حال کې دي راخلاص یي کړي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو په مشری یو هییت ایران ته تللی وو، چې هلته موږ له چا بهار نه لیدنه وکړه د چا بهار بندر مو ولیده، موږ له هغوي سره تفاهم نامه لاسلیک کړه هغوي موږ ته ځای راکوي، د یو میلون تیلو تفاهم نامه مو لاسلیک کړه.
موږ غواړو چې په یو چا یا یو بندر باندې متکي ونه اوسو څو بندره ولرو، که بندر اباد دی که چا بهار دی او که کراچې ده، موږ غواړو چې دې ډول بنادرو ته زموږ سوداګر لاس رسۍ ولري).
د سوداګرۍ وزارت دا اقدام په داسې حال کړې، چې له پاکستان سره د ټرانزیټ په برخه کې د موجوده قرارداد سره سره افغان سوداګر بیا بیا زورولې کیږي.
دغه قرارداد اوس اوس نوې شوې، خو افغان سوداګر بیا هم دا شکایت کوي، چې پاکستاني چارواکي ورته په کراچۍ بندر او د لارې په اوږدو کې ستونزې جوړوي.
کتونکي هم تر ډیره په دې باور دي، چې پاکستان او ایران د دې لپاره، چې تر ډیره د افغانستان په کورنیو مسایلو کې ښکیل پاتې شوي له دې مسایلو د فشار د وسیلي په توګه کار اخلي او افغان حکومت باید پر دوي خپله اتکا ختمه کړي.
جمیله ظریف