د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

″امریکا هڅه کوي له طالب وسله والو سره د سولې د خبرو بهیر چټک کړي″


افغان او امریکايي چارواکي وايي، د امریکا حکومت هڅه کوي، چې په راروان پسرلي کې له وسله والوطالبانو سره د سولې د خبرو بهیر ګړندی کړي.

اسوشیېټډ پرېس خبري آژانس د دوو امریکايي چارواکو له قوله چې د موضوع د حساسیت په خاطر یې نومونه نه دي افشا کړي لیکي، د ولسمشر بارک اوباما اداره غواړي په ۲۰۱۲ م. کال کې د طالبانو له استازو سره په اروپا او خلیج کې د پټو خبرو لړۍ ته دوام ورکړي.

آژانس د یو جګپوړي امریکايي مقام له قوله لیکي چې وايي، د سولې د خبرو د بیاپیل او ګړندي کولو یو هدف د افغانستان د هغو سیمو په نښه کول دي چې ښايي له وسله والو سره اوربند پکې ټینګ شي. دا مقام وايي، دا به د بشپړې سولې د توافق لومړنی پړاو وي چې په نتیجه کې به یې جګړه تر ډېره ختمه شي.

مخکې له دې چې د سولې خبرې د ولسمشرحامدکرزي د اعتراض له وجې وځنډېږي امریکايي چارواکو ویل چې دا خبرې یوه ټاکونکي پړاو ته رسېدلي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په ملګروملتونو کې د طالبانو سفیر و هم دا تاییدوي چې دا هڅې په یوه حساس پړاو کې دي:

د اسوشیېټډ پرېس په وینا د امریکايي چارواکو او طالبانو په خبرو کې لوړې ژورې هم وې خو نتیجه یې د خبرو د پیل لپاره طالبانو د دوو غوښتنو په برخه کې پرمختګ و.

د اعتماد د رامینځ ته کولو لپاره په دې اقداماتو یو د طالبانو لپاره د یوه سیاسي دفتر پرانیستل او دوهم له ګوانتانامو زندان څخه د پنځو طالب بندیانو خوشې کول وو.

طالبان په ورته اقدام کې باید ډاډ ورکړي چې له القاعده سره خپل اړیکي شکوي، د افغانستان انتخابي حکومت مني او په ښه نیت په خبرو کې برخه اخلي.

عبدالحکیم مجاهد وايي چې د طالبانو لپاره د یو سیاسي دفتر پرانیستل د مسایلو له حل سره اغېزمنه مرسته کولای شي:

د امریکايي چارواکو په وینا ډېر امکان لري چې د طالبانو د سیاسي نماینده ګۍ د پرانیستلو طرح په ۲۰۱۲ کال کې عملي شي. دا چې څه وخت او چېرته، تراوسه معلومه نه ده، خو له ګوانتانامو زندان څخه د بندیانو د خوشې کولو په وړاندې د ولسمشرکرزي د مخالفت او د بندیانو د انتقال په برخه کې د امریکا د کانګرس د نویو قیوداتو له وجې یوڅه ستونزې رامینځ ته شوي.

امریکا مخکې منلې وه چې د طالبانو څوپخواني مشران له ګوانتانامو زندان څخه یوه دریم هېواد، په غالب ګومان قطر ته واستوي او هلته یې نظربند وساتي.

په دې کسانو کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هرات والي خیرالله خیرخواه او پوځي قوماندان ملا محمدفضل شامل دي. دا هغه طالب مشران دي چې د سولې عالي شورا یې هم د خلاصون غوښتنه کړې وه خو ولسمشرکرزی ټینګار کوي چې دوی باید افغانستان ته وسپارل شي نه کوم بل هېواد ته.
XS
SM
MD
LG