د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۰

د سمنګان امنیتي مسولیت هم افغان ځواکونو ته وسپارل شو


افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د پروګرام په دوهم پړاو کې له پروان او دایکندي ولایتونو څخه وروسته سمنګان دریم ولایت دی چې دا لړۍ په کې عملي کیږي.

د دې پروسې په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په شمال کې د سمنګان ولایت د مرکز ایبک او ټولو ولسوالیو امنیتي چارې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

د سمنګان ولایت د امنیې قومندان جنرال عبدالخلیل اندرابي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې ولایت کې له پخوا هم امنیت ټینګ وو او افغان ځواکونه کولای شي چې له هر ډول اندیښنې پرته امنیتي چارې پرمخ بوځي:

"په سمنګان کې لکه څنګه چې تیاری نیول شوی وو هماغسې د انتقال پروسه عملي شوه، خلکو خپل ملاتړ اعلان کړ او امنیتي چارواکو هم ژمنه وکړه چې ډیرې هڅې به وکړي.

کوم تیاری چې نیول شوی او د خلکو ملاتړ ته په پام زه ډاډه یم چې د انتقال لړۍ به په بریالیتوب او ښه ډول ترسره کړو".

له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د انتقال پروګرام په دوهم پړاو کې شپږ ولایتونه شامل دي چې په دریو کې دا لړۍ عملی شوه او په راتلونکې کې به په بلخ، تخار، نیمروز او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې هم ترسره شي.

د امنیتي مسوولیتونو د لیږد پروګرام چارواکي وایي، چې په جلال اباد، چغچران، شبرغان، فیض اباد،غزني میدان شهر او قلعه نو ښارونو او ګڼو نورو سیمو او ولسوالیو کې چې له مخکې ځانګړي شوي هم په ترتیب سره دا پروسه عملي کیږي.

خو د امنیتي چارو څیړونکي د ملګروملتونو هغه راپور ته په کتو چې وایي، په افغانستان کې سږ کال په سلو کې یو ویشت امنیتي پیښې ډیرې شوي وایي، چې افغان ځواکونه دومره توان نه لري چې په لږ وخت کې ډیر امنیتی مسوولیتونه ومني.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او امنیتي کار پوه فقیرمحمد فقیر په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل، چې په کیفي لحاظ باید د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ښه والی راشي:


"افغان امنیتي ځواکونه د شمېر له پلوه ښه شوي، خو له کیفي پلوه کمزوري ښکاري.

که چیرې له کیفي پلوه په دریو واړو امنیتي ارګانونو کې کار وشي او اداري اصلاحات عملي شي او هغه کسان چې د کار اهل دي او له هېواد سره ډیره مینه لري او صداقت ولري په دندو وګمارل شي نو ډیرې ستونزې به هوارې شي"

له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد لومړی پړاو د روان کال په سرطان یا چنګاښ میاشت کې پیل او په ترڅ کې یې له سروبي پرته د کابل، پنجشیر او بامیان ولایتونو او د مهترلام،مزار، هرات او لښکرګاه ښارونو امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شول.

سره له دې چې له نړېوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال په لومړي پړاو کې هم ځینې اندیښنې موجودې وې خو افغان ځواکونه وتوانیدل د دې پروسې لومړی پړاو په بریالیتوب ترسره کړي.

ولسمشر کرزي له ځینو رسنیو سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې باید افغان ځواکونه د نړېوالې ټولنې له خوا په ښو او پرمختللو وسایلو او وسلو سمبال شي.

افغان حکومت وایي، چې له مهال ویش سره سم د افغانستان ټولې امنیتي چارې به د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه افغان ځواکونه ترلاسه کړي او په دې برخه کې د دوي په خبره هیڅ ډول ناغیړي او بې پروایي نه منل کیږي.
XS
SM
MD
LG