د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

امریکا د افغانستان د رسنیو له مرکز سره خپلې مرستې بندې کړې


د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې ویلي، له هغه خبري کانفرانس څخه وروسته چې د مرکز تنظیم کړی و او په کې د ناټو پر ځواکونو د ملکي تلفاتو له کبله انتقاد وشو د امریکا سفارت له دوي سره خپلې مرستې بندې کړي دي.

د دې مرکز مرستیال صفت الله صافی وايي، د هماغه خبري کانفرانس څخه وروسته ورته وویل شول، چې په کابل کې د امریکا سفارت د رسنیو له دې مرکز سره پر خپلو مرستو بیا کتنه کوي.

یو څیړنیز کمیسیون، چې د حکومت له خوا ټاکل شوی وو د تیرې شنبې په ورځ یې په افغانستان کې په میشتو د ناټو په مشرۍ نړېوالو ځواکونو باندې له دې کبله انتقاد وکړ، چې د دوي په وینا په لسګونو بې ګناه ولسي وګړي یې وژلي دي.

د دې کمیسون غړېو په هغه خبري غونډه کې چې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې یې جوړه کړې وه بهرني ځواکونه بې رحمه وبلل او د ملکیانو په وژنه یي ملامته کړل.

خو په کابل کې د امریکا د سفارت ویاند ګاوین سنډوال وايي، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو له مرکز سره د دوي د مرستو بندول پر بهرنیو ځواکونو د دوي له انتقادونو سره کوم ارتباط نه لري.

د نوموړي په وینا په دې اړه پریکړه له ډیر وخت راهېسې تر غور لاندې وه، خو په تصادفي توګه د رسنیو د مرکز له دې انتقادي خبري کنفرانس څخه وروسته وشوه چې دا یو تصادف دی.

نوموړي وویل، چې د امریکا سفارت له دې مرکز سره خپل همکاري لرونکي مامورین په موقته توګه ورغوښتي دي او له دې مرکز سره په خپلو مرستو بیا کتنه کوي او ارزوي یې.

نوموړي وویل، د امریکا سفارت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو له مرکز سره چې څلور کاله د مخه جوړ شوی دی تر اوسه نهه میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز پر دې سربیره چې خبري غونډې تنظیموي، د حکومت او رسنیو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې مرسته کوي او همدارنګه دولتي چارواکو ته د رسنیو په برخه کې روزونه ورکوي.

د ګاري کولب په نوم د ناټو یو چارواکي هم ویلي، چې خپل تر لسو کم کارکونکي یې له دې مرکز څخه په موقته توګه ورغوښتي او هدف یې دا دی چې دا مرکز په خپلو پښو ودریږي.

نوموړي ویلي، چې د دوي دا ګام هم د ملکي تلفاتو په اړه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د وروستي خبري کنفرانس سره کوم تړاو نه لري.

د نوموړي په وینا په دې مرکزي کې تر دې مخکې هم په خبري کنفرانسونو کې پر ایساف ځواکونه انتقاد شوی، خو د دوي وروستۍ پریکړه له دې انتقادونه سره کوم تړاو نه لري.

په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې مسله یو له هغه حساسو مسلو څخه ده چې تل د افغان ولسمشر حامد کرزي او نړېوالو ځواکونو ترمنځ د ناندریو لامل شوې ده.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ویلي، که چېرې له دوي سره د امریکا د سفارت مرستې بندې هم شي دا مرکز به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG