د سه شنبي په ورځ د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بوټو څلور تلین و. د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او دهغه د میرمني بېنظیر بوټو پلویان په همدی مناسبت په سند ایالت کې راټول شوي وو.
میرمن بوټو د دوه زره اووم میلادی کال په نوامبر کې په راولپنډۍ کې کله چې یې یوه لاریون ته وینا کوله ، په يوه چاودنه کې ووژل شوه .
د میرمن بوټو میړه اصف علي زرداري د دې تر وژنې وروسته د پاکستان ولسمشر شو . ده چې په جلا وطنۍ کې ژوند کاوه د خپلې میرمن تر قتل وروسته بیرته هیواد ته راغى .
زرداري د بېنظیر بوټو د څلورم تلین په مناسبت د سند ایالت خدابخش کلي ته ولاړ چرته چې یې د میرمن پلرنی ټاټوبی دی . ده د پیپلز ګوند ګڼې غونډې ته چې سلګونه کسان پکې راټول شوی وو خبرې وکړې.
̋خلک له تاسو پوښتنه کوي چې د بېنظیرې د قتل په اړه پر پلټنو څه وشو. زه هم له تاسو د ا پوښتنه کوم چې قاضي القضاته ، افتخار محمد چوهدري څه شوې هغه پلټنې؟̋
زرداری د خپل هیواد د اقتصادي او سیاسي وضعیت په اړه هم خبرې وکړې. هغه وویل چې پاکستان په خپله بسیا دی .
̋سره له دې حقیقته چې ټوله نړۍ له اقتصادی بحران سره مخامخ ده او مالي ګډوډې شته موږ په پاکستان کې ډوډۍ او وریژی لرو چې ویې خورو او موږ سره پیسې هم شته چې ویې لګوو . موږ یو شمیر پراختیایی کارونه کړي . موږ له دوو سیلاونو سره په زړورتیا مخامخ شو̋
زردای تر خپلې وینا دمخه د بینظرې د څلورم تلین په مناسبت په یوې اعلامیې کې ویلی وو ، بېنظیرې ته د درناوي غوره لار په پاکستان کې د دیموکراسۍ او د یموکراتیکو موسسو د فاع او ساتنه او د هغو پر ضد د توطییو شنډول دي .