د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۶

"سږکال د اورلګېدنې پیښې ۴۰سلنه زیاتې شوې"


د اطفایې عمومي رئیس جنرال عبدالفتاح فروغ
د اطفایې عمومي رئیس جنرال عبدالفتاح فروغ
د اطفایې چارواکي ټینګار کوي، چې خلک باید د سوځېدنې د پیښو د مخنیوي لپاره په خپلو هستوګنځایونو کې د سونګ د موادو له کارولو سره سم دې لازم احتیاطي تدابیر ولري.

د اطفایې عمومي رییس جنرال عبدالفتاح فروغ وايي، چې دا مهال د افغانستان په خلکو کې د سوځیدنې د مخنیوي لپاره د تدابیرو نیولو دود نه دی موجود، چې باید د رامنځ ته کولو لپاره یې کار وشي.

ښاغلي فروغ له خلکو وغوښتل، چې د سوځیدنې ضد وسایل په خپلو هستوګنځایونه کې له ځان سره ولري:

″هر څوک چې موټر لري، باید د سوځیدنې ضد اله چې یو ارزانه شوی دی، په کې نصب کړي او چې هر چیرته اوسي، په کور، اپارتمان او یا هم لوړ پوړیزې ودانۍ کې باید د سوځیدنې ضد اله په کې ولګوي.

دا باید یو فرهنګ شي، د دې الې نه کار اخیستل ډير ساده دي، یو ماشوم یې هم کارولی شي او تر دریو مترو پورې اور له منځه وړلای شي، که اور له منځه ولاړ نه شي نو اطفائیه خو ور رسیږي، موږ غواړو چې د دې الې د استعمال فرهنګ په ټول افغانستان کې تنظیم کړو.″

نوموړي زیاته کړه، د سوځیدنې ضد ځانګړې وسیله په ارزانه بیه په بازارونو کې پيدا کیږي او د اطفایې اداره یي هم هېواد ته د لا ډيرو د را واردولو په پلان غور کوي.

په عین حال کې د کابل د اطفایې مدیریت هم په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې له خلکو غوښتي چې د ژمي په را رسیدو سره دې له ګازي او بریښنايي وسایلو څخه په احتیاط کار اخلي.

د اطفایې عمومي رئیس د اطفایې لپاره د مسلکي کدرونو نشتوالی بله لویه ستونزه وبلله او ویې ویل، شاوخوا اته ویشت کاله مخکې چې له شوروي اتحاد نه کومو افغانانو په اطفایې کې لوړې زده کړې وې، بیا په دې برخه کې مسلکي کدر نه دی روزل شوی.

ښاغلي فروغ وویل، چې په پلان کې ده په راتلونکې کې د اطفایې او له پیښو سره د مبارزې په یوې ځانګړي اکادمۍ باندې هم کار پیل شي.

ښاغلي فروغ وویل، چې دا مهال په ټول هېواد کې څه باندې زر د اطفایې پولیس موجود دي.

هغه په هېواد کې د اطفائیو د سټیشنونو کموالي هم یوه لویه ستونزه وبلله او ویې یوازې په لسو ولایتونو کې دغه ادارې موجودې دي.

خو ښاغلي فروغ زیاته کړه، چې په راتلونکو څو کلونو کې به په دوه ویشتو نورو ولایتونو کې هم د اطفایې سټیشنونه جوړ شي:

″په دوه ویشتو ولایتونو کې د ودانیو د جوړیدو پلان جوړ شوی دی، چې په اتلسو ولایتونو کې به یې کار تر دوو کلونو پورې بشپړ شي او په لویو ولایتونو لکه بلخ او نور له موجوده سټیشنونونو یو یو اضافي سټیشنونه هم جوړیږي او په کابل ښار کې هم د اطفایې دوه اضافي سټیشنونه په پلان کې لرو.″

کابل ښاریانو تل شکایت کړې، چې اطفائیه د سوځیدنې په زیاترو پيښو کې داسې وخت رسیږي چې هر څه اور اخیستی وي.

د اطفایې د ریاست چارواکي هم تر یوه حده ستونزې مني خو وايي، د کابل پنځه میلیونه نفوس ته د اطفایې یوازې څلور سټیشنونه کفایت نه کوي او له همدې امله په کابل کې د دوو نورو د جوړولو پلان لري.
XS
SM
MD
LG