نیویارک ټایمز:
امریکايي نیویارک ټایمزورځپاڼه لیکي،دا انتهاري حمله چې دافغانستان په شمال کې یي هغه خلک په نښه کړل، چې د جنازې مراسموته راټول شوې وو، د طالبانو له خوا د کابل پر حکومت وروستی حمله ده.
ورځپانه لیکي: د وژل شوېو کسانو په ډله کې د افغانستان د ولسي جرګې یو غړی عبدالمطلب بیګ او په تخار کې د استخباراتو څو تنه مامورین شامل وو.
ډیلي تیلیګراف:
بریتانوي ډیلي تیلیګراف ورځپاڼې بیا د تخار د والي عبدالجبار تقوا خبري په دې اړه خپرې کړې دي، چې وايي شلو تنو په دې ډله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او له پینځه تر دیرشو ډیر ټپیان شول.
جبار تقوا ویلي زه د جنازې مراسمو ته بلل شوی وم، خو زه ولانه ړم. د دې حملې هدف یا زه او یا هم د ولسي جرګې غړی عبدالمطلب بیګ وو.
امریکايي واشنګټن پوست ورځپاڼې بیا په دې اړه د تخار د والي د ویاند فیض محمد توحیدي له قوله نور تفصیل خپور کړی لیکلي، کله چې خلکو د جنارې لمونځ خلاص کړ او دوعا یي وکړه نو بیا دا پیښه وشوه.
ورځپانه زیاتوي دې ډول حملې په تخار کې چې له نسبي امنیت څخه برخمن دی سابقه نه درلوده.
واشنګټن پوسټ لیکلي، که څه هم سمدستي کوم چا یا کومې ډلې د دې پیښې مسوولیت نه دی اخیستی، خو وسله والو طالبانو د روان میلادي کال په ترڅ کې څو تنه لوړ رتبه او پیژندل شوی دولتي کسان د سولې د عالي شورا د پخواني ریس برهان الدین رباني په شمول وژلي دي.
واشنګټن پوسټ د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د یکشنبې د ورځې اعلامیه هم خپره کړې او وايي، افغان پولیسو او ناټو ځواکونو په یوولس بېلابېلو عملیاتو کې د تیرو څلورویشت ساعتونو په موده کې د دولت دیرش تنه مخالفین وژلي او اوه تنه نور یې نیولي دي.