د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۹

"د انډونېزيا په سمندرکې په لاهو شوې کېښتۍ کې ١٩٠ تنه د کوټې اوسېدونکي دي"


په کوټه کې د هزاره قوم مشرانو يوې خبري غونډې ته په وينا کې ويلي، چې يوه اوونۍ وړاندې له انډونېزيا څخه اسټراليا ته په سمندري بېړۍ كې له وژل شوېو دوه سوه اتيا تنو څخه ١٩٠ تنه يې د كوټې اوسېدونكي هزاره ګان دي، چې وايي تر اوسه د ١٠٥ تنو مړي را ايستل شوي دي.

دوي وايي، ځوانان يي په بلوچستان كې د هدفي وژنو له امله بهرنيو هېوادونو ته سفرونه كوي.

د روانې ديسمبر مياشتې پر اوولسمه نېټه د انډونېزيا له جاوا سمندري ټاپو څخه اسټراليا ته په يوه مسافر کېښتۍ کې دوه سوه اتيا تنه سپاره وو، چې د خرابې هوا له امله په سمندر کې لاهو شوه او په کې سپاره ټول کسان اوبو ته ولوېدل چې تر دوو سوو تنو زيات يې مړه شول.

په کوټه کې د هزاره قوم مشر او د بلوچستان پخواني ايالتي وزير سردار سعادت علي هزاره د شنبې په ماښام يوې بيړنۍ خبري غونډې ته په وينا کې وويل، چې په لاهو شوې کېښتۍ کې ١٩٠ تنه د کوټې اوسېدونکې دي چې زیاتره يي هزارګان او څو تنه پښتانه هم په کې شامل دي. دى وايي تر اوسه پورې ٢٧ کسان ژوندي ژغورل شوي او ٥٨ تنه لا هم ورک دي:

((د ١٠٥ کسانو مړي موندل شوي دي او مړي هم يو له بله لرې له درې سوه، څلور مايله فاصلې څخه تر لاسه کېږي، د دغو مړيو په را لېږدولو خو ميلينونه ډالر خرڅ لګېږي، حکومت بايد يوه سي ٣١ ډوله الوتکه انډونېزيا ته ولېږي او د دغو بېچاره وو مړي خپل وطن ته راوړي.))

سعادت علي هزاره وايي، ټاکل شوې چې نن به يې د دۀ په مشرۍ يو پينځه کسيز پلاوى انډونېزيا ته روان شي چې له سمندره د را ايستل شوېو مړيو د راوړلو او د پاتې ورکو کسانو غم وخوري او د ژونديو ژغورل شويو کسانو د برخليک په اړه به د انډونېزيا له حکومت سره خبرې وکړي:

((کوم ځوانان چې ژوندي ژغورل شوي هغوي دا مهال د ملګرو ملتونو په دفتر کې دي او هغوي ته ويل کېږي چې تاسې بيرته خپل هېواد ته لاړ شئ، زموږ هڅه دا ده چې هغوي د کوم مقصد لپاره تللي هملته بايد پرېښوول شي، له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو چې دوي ته بايد ځاى ورکړل شي))

خبري کنفرانس ته د هزاره ګانو يوۀ بل مشر داوود اغا وويل، دغه هزاره ځوانان په کوټه کې د لښکري جنګوي په نامه يوې سني وسلوالې ډلې له خوا د هزاره ګانو د هدفي وژنو له امله له مجبورۍ په غيرقانوني لارو اسټراليا ته ځي:

((د هزاره قوم ځوانان په غيرقانوني توګه د اقتصادي ستونځو له امله اسټراليا ته نه ځي، بلکې په کوټه کې خراب امنيت، د يوې وسلوالې مذهبي ډلې له خوا د هزاره قوم د خلکو هدفي وژنې، له بسونو راکښته کول او د هغوى ډله ييزې وژنې، د تاوان په بدل کې د هزاره تجارانو تښتونې او د حکومت له خوا د دغو وسلوالو ډلو په خلاف اقدام نه کول او ځينې نورې ستونځې د دې سبب شوې دي چې د هزاره قوم ځوانان ناهيلي شوي او مجبوره دي چې په غيرقانوني توګه اسټراليا ته لاړ شي))

هزاره مشران وايي اسټراليا مېشتي هزاره ګان د يوې اوونۍ په مد کې له اويا تر اتيا زره ډالره يواځې بلوچستان ته را لېږي چې له امله يې د دې ايالت اقتصاد ته ګټه رسېږي، خو وايي د بلوچستان ايالتي حکومت د انډونېزيا په سمندر کې د مړو شويو هزاره ځوانانو په اړه له دوى سره خواخوږي هم نه ده کړې:

((په پېښه کې د وژل شويو کسانو کورنۍ زښته زياتې غمجنې دي، موږ د هغوى له خوا د پاکستان له حکومت په کلکه غوښتنه کوو چې د کېښتۍ په پېښه کې ټپي کسان بايد محاکمه او سزا نه شي، په انډونېزيا کې هم له هغوى سره بايد له بشري حقونو سره سم چلند وسي))

له بلوچستانه د ايران له لارې تل په سلګونو پاكستانيان او افغانان په قاچاكي توګه اروپايي هېوادونو ته ځي چې اكثره يې له شل كلنۍ تر دېرش كلنۍ پورې ځوانان وي. د کوټې يو اوسېدونکى هزاره ځوان اکبر حسين وايي دلته هيڅ يوه اداره هم په انساني قاچاک کې د تورنو کسانو په خلاف قانوني اقدام نه کوي:

((څوک چې پيسې لري هغوى خو په قانوني توګه په الوتکه کې ځي، څوک چې پيسې نه لري هغوى د قاچاکبرو په مرسته ځي، له دې ځايه لومړي قاچاکبر ته سړي سر پينځه سوه زره کلدارې ورکوو، له هغه وروسته دويم قاچاکبر هم همدومره پيسې اخلي، قاچاکبر عربان، ايرانيان او نور ډېر وي، انډونېزيايان هم پکښې وي، موږ دلته خپل کور دوکان خرڅ کړو او پيسې دغو قاچاکبرو ته ورکړو))

د هزاره قوم د مشرانو د يوې اندازې له مخې له ٢٠٠٣م کاله راهيسې تر اوسه پورې تر شل زرو ٢٠٠٠٠ زيات هزاره ګان اسټراليا ته تللي او هلته مېشت شوي دي.

د يادونې وړ ده چې دوه كاله وړاندې هم له همدې انډونېزيا څخه اسټراليا ته په قاچاكي توګه د اوښتو پر مهال د مسافرو يوه بېړۍ په سمندر كې لاهو شوې وه او په هغه كې هم د كوټې تر شلو زيات كسان وژل شوي وو او مړي يې كورنيو ونه ليدل.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG