په داسې حال کې چې د هېواد په پوهنتونونو کې د شاملېدو لپاره، په یوشمېر ولایتونو کې د کانکور ازموینه روانه ده، ځینې امتحان ورکوونکي اندیښنه ښيي، چې چېرې د ازموینې په پای کې بې نتیجې پاتې نه شي.
په تیرو کلونو کې د پوهنتون د کانکورله ازموینې څخه په لګسونو زره ځوانان بې نتیجې پاتې شوي وو.
د هېواد د دولسمو تولګیو فارغان له حکومت څخه هیله کوي، چې په پوهنتونونو کې دې د جذب اندازه لوړه کړي.
د دولسم ټولګي یوه فارغ ازادي راډیو ته د ده اندیښنه داسې بیان کړه:
″۱ - حکومت باید په پوهنتونونو کې د محصلانو د جذب اندازه زیاته کړي، بل دا چې د خصوصي پوهنتونو فیسونه دې ټیټ کړي او بل دا، چې په ازموینه کې دې د درغلیو مخه ونیسي، ځکه چې هرکال د کانکور سوالونه واسطه لرونکو ته ایستل شوي دي.″
د هېواد په پوهنتونونو کې د شاملیدو لپاره د کانکور ازموینه څه باندې لس ورځې کېږي، چې په کابو لسو ولایتونو کې پیل شوې ده.
د لوړوزده کړو وزارت وایي، سږکال دې ازموینې ته د دولسمو ټولګیو څه باندې یولکو شپیته زره فارغان داوطلب شوي، چې د هېواد په څلوردېرشو ولایتونو کې ورڅخه په نوبت ازموینه اخیستل کېږي.
د لوړوزده کړو وزارت مرستیال پوهندوی بري صدیقي ازادي راډیو ته وویل، سږکال یې د تېر کال په نوبت پوهنتونونو ته د محصلانو په جذبولو کې زیاتوالی راوستی دی. ښاغلي صدیقي وویل:
″سږکال د هېواد په څلوردېرشو ولایتونو کې د کانکورازموینه اخلي، په یوشمېر ولایتونو کې اوس هم روانه او په ټول هېواد کې به د حوت ترمیاشتې دوام وکړي.
سږکال یولک او شپیته زره تنه امتحان ورکوي، پنځه دېرش پوهنتونونو او د لوړوزده کړو عالی موسسو ته جذبیږي او پاتو ته یې د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو تدابیر نیولي دي.″
صدیقي دا هم وویل، چې د پوهنتونونو راتلونکی تعلیمي کال ته پلان لري، چې د سرپل، فره، ارزګان، غور او پکتیکا په ولایتونو کې د لوړوزده کړو عالي موسسې جوړې او په شته پوهنتونونو کې به شل نوي پوهنځۍ او همدارنګه پنځوس نوي ډیپارټمنټونه یا څانګې پرانیږي.
ده دا هم وویل، سږکال ډیرتخنیکي تیاري نیول شوي، ترڅو د کانکور په نتایجو کې د هر راز درغلیو مخه ونیول شي.
په تیرو کلونو کې په مسلسله ټوګه د دولسمو ټولګیو په لسګونوزرو فارغانو ونه شول کړای په پوهنتونونو کې شامل شي.
کارپوهان وایي، دولت مخکې له مخکې باید دوی ته د کارموندنې او یا د لوړوزده کړو زمینې برابرې کړي.
دوی وایي، که داسې ونه شي نور هرکال د وزګارو په شمېر کې زیاتوالی راشي او په ټولنه به ناوړه اغیز پرې باسي.
راپور: خان محمد سیند