د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

د واسلاو هاول د جنازې مراسم ترسره شول


نن د چک جمهوریت په پایتخت پراګ کې د دې هېواد د پخواني ولسمشر واسلاو هاول د جنازې وروستي مراسم پر ځای کېږي.

واسلاو هاول په ۱۹۸۹ م کال کې د پخوانۍ چکسلواکیا د بخملي انقلاب چې په نتیجه کې يې کمونستي نظام ړنګ شو ،مشري وکړه.

د هغه د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره چې په دولتي سویه ترسره کیږي د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو ولسمشرانو او لوړ رتبه مقاماتو ګډون کړی دی.

د چک پر وخت د غرمې پر پوره ۱۲ بجو په ټول هېواد کې یوه دقیقه سکوت غوره شو، کلیساوو زنګونه ووهل او وروسته بیا د توپ یووشت ډزې وشوې.

په چک جموریت کې درې ورځنى ملي مات اعلان شوی دی. ټلویزيونونو هم د یوې دقیقي لپاره چوپتیا غوره کړه او په ټول هېواد کې ټرافیک د یوې دقیقي لپاره ودرید.

د فرانسې ولسمشر، د امریکا د بهرنیو چارو وزیره، د متحده ایالاتو پخوانى ولسمشر بیل کلسینټن او د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو مشران او استازي د واسلاو هاول وروستیو مراسمو ته د درناوي لپاره راغونډ شول.

هاول د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره
هاول د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره
د چک ولسمشر ښاغلي کلاووس له دې نه وړاندې د مړ شوي جمهور رئیس او مشهور لیکوال واسلاو هاول په اړه وویل:

̋د ښاغلي هاول مبارزه، د هغه نظریات، د هغه میراث، ټول هغه څه دي چې موږ ته د یوې نمونې په توګه پاتې دي.دا نو موږ پورې اړه لري چې په دې ډول مثال کې سپارښتنې ولټوو او له هغه څخه الهام واخلو او په خپل ژوند هېواد او د هېواد راتلونکې کې ترې ګټه واخلو̋

ټاکل شوې چې له دې وروسته د واسلاو هاول د کورنۍ له خوا د هغه د دوستانو په حضور کې د پراګ په یوه کریماتوریم کې ځانګړي مراسم پیل شي.

دغلته به د هاول میت سوځول کیږي او له کرسمس وروسته به يې په کورني هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
XS
SM
MD
LG