د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

"د شپې عملیاتو کې افغان ځواکونه ۴۰ سلنه ګډون لري"


د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې د شپې په عملیاتو کې افغان ځواکونه څلویښت سلنه ګډون لري.

د دفاع وزارت وایي، که چېرې نړېواله ټولنه له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي، نو دا ځواکونه چمتو دي، چې په یواځې توګه په راتلونکو څو میاشتو کې د شپې عملیات تر سره کړي.

د دې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي له ازادۍ راډیو سره په ځانګړي مرکه کې وویل، چې د شپې په عملیاتو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده:

(په نړۍ کې هم داسې دود دی، چې دا ځانګړي ځواکونه د څو سرتیرو ځواب ویلای شي، خو د همدې له امله زموږ د ځواکونو وړتیا هم لوړه شوې، زموږ ځواکونه څلویښت فیصده په ګډه د نړېوالو ځواکونو سره د شپې عملیات کوي، لکه څرنګه چې د بهرنیو ځواکونو قوماندان وایي، تر اوسه دوه زره اته سوه پنځه د شپې عملیات شوي، چې اوه ویشتو یي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

خو دا په دې اړه لري، چې نړېواله ټولنه څومره همکاري راسره کوي، که چېرې نړېواله ټولنه زموږ سره همکاري وکړي، نو د شپې عملیاتو مشري به په راتلونکو څو میاشتو کې افغان ځواکونه واخلي.)

د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې عملیاتو او د خلکو د کورونو تلاشي هغه مسايل دي، چې د ولسمشر حامد کرزي او افغان وګړو له سخت انتقاد سره مخامخ دي.

په جمهوري ریاست کې د مسولینو په وینا د شپې عملیات نه یواځې، د خلکو او نړېوالو ځواکونو تر منځ د بې باوری فضا را منځ ته کوي بلکې دغو عملیاتو د افغانستان او امریکا تر منځ د اوږد مهاله همکاریو ستراتیژیک تړون لاس لیک یي له خنډ سره مخامخ کړی دی.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي د پنجشبې په ورځ د ازادۍ په څپو پروګرام کې د شپې عملیاتو په اړه داسې وویل:

(دا د شپې عملیات او د خلکو د کورنو تلاشي دا هغه مسایل دي، چې جګړه د خلکو کورنو ته راولي او موږ هیڅ کله نه غواړو چې د خلکو تر کورونو جنګ را ورسیږي، د دې پر ځای چې جګړه د افغانانو کور ته راوړل کیږي، باید هلته یوړل شي، چېرته چې د ترهګرو ځالې وي، یعنې د افغانستان له پولو بهر باید جنګ وشي، دا د افغان حکومت رسمي نظر دی، چې په وار وار یي مطرح کړې او دا هغه مسله ده، چې د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتيژیک تړون پروسه یي ځنډنې کړې.)

افغان چارواکي همدا راز د شپې له خوا د بهرنیو ځواکونو عملیاتو د لویي دودیزې جرګې د مشورو خلاف هم بولي.

د شپې عملیاتو د درولو په اړه وروسته له هغې د افغان چارواکو فشار زیات شو، چې په پکتیا ولایت کې د یوې کورنۍ د یو ماشوم په ګډون یوه ښځه په کې ووژل شوه او څلور کسه نور یي ټپیان کړل.

له دې پېښې وروسته ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت شورا په غونډه کې د نړېوالو ځواکونو له عمومي قوماندان څخه وغوښتل، چې د شپې عملیات دې ودروي.

خو ایساف ځواکونو د ولسمشر د دې نوی غوښتنې په غبرګون کې د شپې عملیاتو پر دوام ټینګار وکړ.

د ایساف ځواکونو ویاند کریستن جګوبسن ویلي، چې کوښښ کوي چې په مرور د زمان سره د شپې عملیاتو افغاني کړي.

خبریاله: ذکیه غیاثی نذیر
XS
SM
MD
LG