د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

د سولې د عالي د شورا مشر په څوک وي؟


د سولې د عالي شورا غړېو له افغان ولسمشر نه وغوښتل، چې د دې شورا لپاره دې ژر تر ژره یو مشر وټاکي.

د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته دا شورا تر اوسه پورې کوم مشر نه لري.

د دې شورا د نړېوال اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دغه کتنه کې چې تیره ورځ په ارګ کې ترسره شوه ولسمشر کرزي دوي ته ډاډ ورکړ، چې ډیر ژر به دغې شورا ته یو مشر وټاکي.

د دې شورا غړو پرون له افغان ولسمشر سره په کتنه کې په دې مسئلې خبرې وکړې او له ښاغلي کرزي نه یي وغوښتل، چې د سولې عالي شورا ته داسې څوګ وټاکي چې عالم، په سولې باورمند، هېواد ته وفادار او له ګاونډیو هېوادونو او نړېوالو سره په هڅه کې وکولای شي هېواد ته سوله راولي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG