د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

د تغییر او امید د ایتلاف پر ځای یو بل ایتلاف رامنځ ته شو


د افغانستان د ملي ایتلاف مسئولین وايي، چې دغه نوی ایتلاف د تغیر او امید په نوم د پخواني سیاسي ایتلاف د سیاسي هڅو په تایید جوړ شوی.

د دې نوي ایتلاف یو کلن دوره يي مشر هم د پخواني تغییر او امید مشر ډاکتر عبدالله عبدالله دی.

د دې ایتلاف یوه مسئول انجنیر عاصم وویل، له لسګونو ډیرو ګوندونو او یو شمېر مهمو شخصیتونو د نوي ایتلاف د جوړېدو هدف په یوه لا پراخ چوکاټ باندې د خلکو راټولول دي:

(موږ هیله من یو، چې انشاالله د افغانستان د ملي ایتلاف په اعلانولو سره په یوه نوي پراخ ملي چوکاټ کې او له یوه نوي پراخ ملي نظر سره د افغانستان د خلکو ګډو هلو ځلو ته لاره هواره کړو او د پخوا په هیرولو او راتلونکې ته په هیلې سره دغه نوی جوړښت د افغانستان ملت ته وړاندې کړو.)

که څه هم نوموړي دغه نوی ایتلاف پراخ وباله، خو ویې نه ویل چې په جوړیدو کې یې د تغییر او امید په نوم له پخواني ایتلاف سره کوم نور ګوندونه یا شخصیتونه یو ځای شوی دی.

د دې ایتلاف په پرانیستونکې غونډه کې هم د تغیر او امید د پخواني ایتلاف له مهمو غړو سربیره نوې سیاسې څیرې نه لیدل کیدې.

د افغانستان د ملي ایتلاف غړو په خپلو ویناوو کې دا ټینګار هم لاره، چې باید د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته تیاری ونیسي.

د دې ایتلاف مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم وویل، چې د ایتلاف د پراخوالي لپاره له نورو ډلو او شخصیتونو سره هم خبرې روانې دي.

هغه د ولسمشر حامد کرزي وروستیو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي یې دي، د اوس لپاره په افغانستان کې ریاستي نظام ګټور دی، یو ځلې بیا د خپل ایتلاف پر دریځ ټینګار وکړ چې په هېواد کې د پارلماني نظام غوښتونکی دی:

( زموږ هدف دا نه دی، چې زموږ نه دې یو کس جمهور رئیس وي او بل یې صدراعظم او بس د افغانستان ستونزه به حل شي.

هلته د قواوو تفکیک رامنځ ته کیږي، داسې یو حکومت رامنځ ته کیږي چې پارلمان ته ځواب ویونکی وي.

دا اوسنی مشرتابه خو هیڅ ځواب ورکوونکی نه دی، هیڅ ډول مسئولیت نه مني، له مسئولیت نه ځان باسي.)

څو ورځې مخکې ولسمشر حامد کرزي وویل، افغانستان د نورو لسو کلونو لپاره هم ریاستي نظام ته اړتیا لري.

ښاغلي کرزي وویل، چې د پارلماني نظام لپاره یوه لا پیاوړي حکومت، ملي ګوندونو، قوي ځواکونو او له سیاسي مداخلې پرته ادارې ته اړیتا ده.

یو شمیر کتوونکو د ښاغلي کرزي دغه خبرې د هغو اوازو رد هم وباله چې کواکې نوموړی غواړي د پارلماني نظام په رامنځ ته کولو سره ځان د صدراعظم په توګه په واک کې پاتې کړي.

په وروستیو څو میاشتو کې د حق او عدالت او د ملي جبهې په نوم دوه نور سیاسي ایتلافونه هم جوړ شوي دي.

خو یو شمیر کتوونکي له دې امله دغه ایتلافونه موثر نه بولي، چې وايي د ګوندونو پر ځای د اشخاصو له خوا جوړ شوي.

د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي:

(نوي ایتلافونه، لکه نن چې هم یو اعلان شو، د اشخاصو له خوا جوړیږي، چې زه فکر کوم دومره د بحث وړ نه دي.

ځکه چې سیاسي احزاب نه وي، نو افراد خو ډیر دي، چې ډلې جوړې کړي. زما په نظر دا د افغانستان په سیاسي ډګر کې دومره د بحث وړ هم نه دي او نه به هم داسې څه هڅه وکړي چې د افغانستان ستونزه پرې حل شي.)

په افغانستان کې نوي ایتلافونه عمداً د دوه زرو څوارلسم کال د جمهوري انتخاباتو ته د تیاریو په ترڅ کې جوړیږي.

خو د جمهوري ریاست په تیر دور انتخاباتو کې ولیدل شوه، چې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره دارنګه ایتلافونه او حتی ګوندونه سره وویشل شول.
XS
SM
MD
LG