د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

تقاعد شوي افغانان له اداري فساده شکایت کوي


یو شمېر هغه افغانان، چې په بېلابېلو برخو کې د خپل ماموریت موده پوره کړې او تقاعد شوي، دا شکایت کوي، چې دوي ته د تقاعد د امتیازاتو د ترلاسه کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د دوي د ستونزو په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د تقاعد ریاست ته ورغلم، چې د متقاعدینو زیاته ګڼه ګوڼه په کې موجوده وه.

له دغو متقاعدینو څخه ځینو یي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په دغه ریاست کې د فساد شتون ته اشاره وکړه او ویي ویل چې دلته له دوي نه ځیني کار کوونکي د دوي د کار د اجرا کولو لپاره پیسې غواړي:

(ډیر زحمتونه مې وویستل، دا دوه میاشتې کیږي چې زه دلته راځم، کله چې د تقاعد ریاست ته لاړم نو ماته یې ویلې، چې هیڅ په دې خبرو پسې مه ګرځه راشه موږ دې کار درته جوړوو خو پیسې دې درې تقسیمه کیږي، خپله مې عملیاتي ښځه یم له سهار نه تر بیګا پورې دلته راغلې یم خو بیګا بیرته په ژړا کورته تللې یم.

۲:- زما نوم حاجي عبدالصبور دی زما پلار په قضا کې ډیره غټه دنده درلوده او دلته یوه ډیره ناچیزه تقاعد لري، خو دا د متقاعدینو پروسه دومره خسته کنه او توهین امیزه او له انساي کرامت نه لیرې ده خو که دوي په خپله تقاعد وکړي نو پوه به شي چې دا څومره د افسوس خبره ده.

اوس هره تقاعدي که دولس زره روپۍ هم وي نو ته باید شل ورځې پسې وګرځې، دا خو داسې خبره ده چې وایي، اوښ ته یي ویلې چې غاړه دې کږه ده ویلې کوم ځای می سم دی چې پاتې مې غاړه وه.

فساد خو په ټول افغانستان کې لکه د ناسور زخم غوندی دی، نو دا ځای به څنګه ورنه پاتې وي، که دا د نورو مملکتونو غوندې وای او کارت یې ورکولای هر چاته نو څومره به ښه وو.

۳:- مشکل مې دغه ده چې یوه لپه کورنی را له غاړې ده، یو خروار لرګي په اوه نیم زره روپۍ دی، دا زه له کومه کړمه زه سپین ږیری یم.)

دوي په ټوله کې حکومت په دې تورن کړ، چې د متقاعدینو ستونزو ته جدي پاملرنه نه کوي او نه یي هم ستونزې هواروي.

خو د تقاعد ریاست مشر ګل محمد منتظر بیا د متقاعدینو دا ادعا په کلکه رد کړه، چې ګواکۍ د دوي د کارونو د ترسره کولو په برخه کې له دوي نه رشوت اخیستلې کیږي.

ښاغلي منتظر له متقاعدینو وغوښتل، که چیرې له داسې کوم حالت سره مخامخ کیږي، نو باید دوي ته خبر ورکړي، څو په دې برخه کې قانوني چلند وکړي.

ده ازادۍ راډیو ته وویل، د متقاعدینو د امتیازاتو په ورکړه کې د زیات وخت د لګیدو یو اساسي علت د بودیجې نشتوالی دی:

(موږ په مجموع کې مشکل نه لرو، یو د تخصیص نه شتون دی، که تخصیص په خپل وخت را ورسیږي بیا نو موږ هیڅ ستونزه نه لرو، تر اوسه د مالیې وزارت موږ ته پیسې نه دي راکړي، دا څو ورځې کیږي چې موږ وړاندیز کړی وزیر ویلې، چې امضا اخلم بیا یې اداره امور ته لیږم او ستاسو امر اخلو.

موږ پیسې نه لرو نور هیڅ مشکل نه لرو، دا زه بیخي ردوم خو که پیسې نه وي هغه بیا بله خبره ده، یوه بله خبره هم ده مونږ په هره میاشت کې درې درې وزارتونه خلاصوو نو موږ دغه یو لک او شل زره کسان په یوه ورځ نشو خلاصولای.

یو نیم فوق العاده امر هم راځﺉ له پارلمان نه هم راځي، خو دغه شپږ سوه کسان نورمال مخکې ځي.)

خو د مالیي وزرات بیا د بودیجې د کموالي په هکله وایي، چې ښایي د متقاعدینو په معاشونو کې ډیروالی راغلی وي، نو ځکه هغه ټاکل شوې بودیجه ورته کمه شوې ده.

د دغه وزرات ویاند عزیز شمس ازادۍ راډیو ته وویل، چې د متقاعدینو ریاست د بودیجې د تصویب لپاره به له ډير ژر ولسمشر نه یو فوق العاده امر واخلي:

(کله چې پارلمان بودیجه تصویبوي نو د ماليي وزارت د بدلون صلاحیت نه لري دا شاید یوه یا دوه ورځې وخت ونیسي چې تر څو په دې لایحه کې بدلون راشي.)

د تقاعد ریاست د معلوماتو له مخې هره هغه ښځه او یا نارینه چې د پنځه شپیته کلنۍ عمر ته ورسیږي نو د دولت له خوا تقاعد کیږي، دوي وایي چې اوس په هېواد کې یو لک او شل زره کسان تقاعد دي چې ډير شمېر یې د خپلې تقاعدې معاش اخلي، د متقاعدینو تر ټولو جګ معاش دوه پنځوس زره او ټیټ یي اته زره افغانۍ دی.

دغه متقاعدین په داسې حال کې له حکومت نه شکایت کوي، چې د رپوټونو له مخې څه موده مخکې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمنه کړې وه، چې د معاشونو د ورکولو لپاره به جدي اقدامات وکړي، خو ویل کیږي چې تر اوسه دغه وزارت په دې برخه کې کوم کار نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG