د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

له افغانستانه د پولنډي سرتیرو د ایستلو غوښتنه وشوه


د پولینډ د نوي کیڼ اړخې خوځښت مشر له افغانستان څخه د دوه زره شپږ سوو پولینډي سرتیرو د فوري ایستلو په برخه کې خپل غوښتنه یو وار بیا تکرار کړې.

د ډیموکراټ کیڼ اړخي اتحاد په نوم د اپوریسون یو بل ګوند بیا غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې دې د پولینډي سرتیرو ماموریت د ثبات د ټېښګښت او په پراختیايي چارو کې د مرستې کولو په ماموریت بدل شي څو طالبان تحریک نه شي.

خو د واکمن ښې اړخي ګوند صدراعظم ډونالډ ټوسک ویلي، پولینډ به د خپلو ناټو متحدینو سره په افغانستان کې خپل ماموریت ته هماسې چې پلان شوی دوام ورکړي.

په پولینډ کې د حکومت مخالفو ګوندونو له افغانستان څخه د پولینډي سرتیرو د ایستلو تازه غوښتنې وروسته له هغې وکړې، چې د چار شنبې په ورځ ناټو او پولینډي چارواکو وویل پنځه تنه پولینډي سرتیري په غزني ولایت کې د سړک د غاړې د یو ماین په چاودنه کې ووژل شول.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې په یو وخت پنځه پولینډي سرتیري په یوه برید کې وژل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د پولینډ د پوځ د یو ویاند له خولې ویلي، چې دا پنځه سرتیري د غزني په روضې نومې سیمې کې د سړک د غاړې له یوې چاودنې سره مخ شوي دي.

د پولینډ صدراعظم دا په افغانستان کې د پولینډي ځواکونو د ماموریت په ترڅ کې یو تر ټولو دردونکي پېښه بللې ده.

پولینډ په افغانستان کې دوه نیم زره سرتیري لري چې د ناټو په مشرۍ د نړېوالو سوله ساتو ځواکونو په لیکو کې له ۲۰۰۲ میلادي کال څخه کار کوي.

د دې سرتیرو په وژل کېدو سره په افغانستان کې د وژل شوېو پولینډي سرتیرو شمېر شپږ دیرش تنو ته ورسیده.

په پولینډو عسکرو دا خونړۍ برید په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمې پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل وسلوال مخالفین د پخوا په مقایسه کمزوري شوي او د بریدونو توان یې کم شوی دی.
XS
SM
MD
LG