د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

ولسمشر کرزی: ناټو دې سمدستي د شپې له خوا عملیات بند کړي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون یوځل بیا له ایتلافي ځواکونو وغوښتل، چې سمدستي دې د شپې له خوا عملیات او د خلکو د کورونو تلاشي پای ته ورسوي.

کرزی وایي، دې ډول عملیاتو د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی او د کلیو او باڼډو کې یې د ویرې فضا خپره کړې ده.

افغان ولسمشر دغه غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې د ناټو چارواکو د روانې اونۍ په پیل کې په پکتیا کې د یوه سیمه ییز چارواکي پرکور د شپې له خوا د ناټو له عملیاتو وروسته چې په نتیجه کې یې یوه ښځه وژل شوې او څو تنه نور ټپیان وو، یوځل بیا د د اډول عملیاتو پردوام ټینګار وکړ.

ولسمشر کرزي دغه عملیات غندلي او په دې هېواد کې د ناټو او امریکایي ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جان الن څخه یې غوښتي وو، چې دا ډول عملیات سمدستي بند کړي.

خو د ناټو ویاند جنرال کارسټین جکوبسن د تیرې دوشنبې په ورځ وویل، چې د شپې له خوا عملیات به په راتلونکي کې دوام وکړي، ځکه د هغه په وینا دا د جګړی له ډګره د وسله والو قومندانانو د ایستلو لپاره ترټولو امن عملیات دي، چې تراوسه ۸۵ په سلو کې یې حتی یوډزهم نه دی شوی او د ملکې تلفاتو اندازه هم په کې په سلو کې له یوه نه کمه ده.

هغه وویل، په اوس وخت کې د شپې له خوا په اکثرو دا ډول عملیاتو کې د افغانستان د ملي اردو کومانډویي ځواکونه برخه لري او ونډه یې مخ په زیاتیدو ده.

خو د افغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، چې ولسمشر غواړي د شپې له خوا عملیات او خلکو د کورونو تالاشي سمدستي پای ته ورسیږي.

فیضي وویل، ولسمشر نه غواړي، چې بهرنیان د افغانانو کورونو ته ننوځي او تالاشي وکړي.

هغه وویل، افغان دولت به له دا ډول عملیاتو سره هېڅ ستونزه نه لرلی که هغه په بشپړه توګه د افغان ځواکونو له خوا پرمخ بیول کیدای.

د ولسمشر ویاند وویل، د ایتلافي ځواکونو له خوا د شپی له خوا د عملیاتو لانجه هغه مساله ده، چې له امریکا سره د افغانستان د ستراتژیک تړون لاسلیک کول یې هم ځنډولی دی.

د ناتو ویاند وویل، ټول دا غواړي، چې هرڅومره ژرچې کیدای شي، د شپې له خوا عملیات په خپله افغانان ترسره کړي، خو دا کار هله ممکن دی، چې د افغانستان د خاصو کومانډو ځواکونو شمېر زیات شي او دا ځواکونه د دې وړتیا پیدا کړي، په خپله دغه عملیات پرمخ یوسي.
XS
SM
MD
LG