د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د بریتانیا صدراعظم په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی


د بریتانیا صدراعظم ډېوېډ کامرون په کندهار کې خپلو عسکرو سره د لیدو پر مهال.
د بریتانیا صدراعظم ډېوېډ کامرون په کندهار کې خپلو عسکرو سره د لیدو پر مهال.
د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون په یوه ناڅاپي سفر پرون افغانستان ته راغی او د دې هېواد په جنوب کې یې له پوځي قومندانانو سره خبرې وکړې.

کامرون په دې سفر کې چې د امنیتي دلایلو له کبله له مخکې نه وو اعلان شوی، غوښتل چې مستقیماً هلمند ته لاړشي چېرې چې د نهه نیم زره بریتانوي عسکرو ډېري یې په دې ولایت کې دېره دي؛ خو د خاورو اوشګو د طوفان له امله یې الوتکه دې ته اړکړای شوه، چې پرځای یې د کندهار په هوایي ډګر کې چې په ښو وسایلو سمبال دی او د هوا پرهرډول حالاتو کولای شي الکوتکې په کې کښیني راښکته شوه.

د بریتانیا صدراعظم د کندهار په هوایي ډګر کې بریتانوي شاوخوا څلورسوه عسکرو لیدل او په جنوب کې د ناټو ځواکونو له قومندان امریکایي جنرال جیمس هګینس سره په ۲۰۱۴ کال کې له دې هیواده د ایتلافي ځواکونو د وتلو د پلان پرڅرنګوالي خبرې وکړې.

تېره اونۍ د بریتانیا د ملي امنیت شورا په غونډه کې دا مساله وڅیړله چې مخکې له دې چې په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې محارب ماموریت پای ته ورسیږي، له دې هېواده د بریتانوي ځواکونو د ایستلو بهیر په څه ډول پرمخ لاړشي.

د بریتانیا صدراعظم یوځل بیا تایید وکړ، چې پنځه سوه بریتانوي عسکر به په ۲۰۱۲ کال کې له افغانستانه وځي خو ویې ویل، چې تراوسه یې په دې اړه، چې څه شمېر عسکر په ۲۰۱۳ کال کې له دی هیواده وځي، پریکړه نه ده کړې.

کامرون وویل، دی نه غواړي، چې په ۲۰۱۴ کال کې یودم په ډېرشمېر عسکر له افغانستانه ووځي، د ده په وینا دا عملي نه ده خو زیاته یې کړه، په اوس وخت کې دوی ته په کار نه ده، چې په بیړه سختې پریکړې وکړي.

د بریتانیا د دفاع وزیر فیلیپ هامونډ د تېرې د وشنبې په ورځ د خپل هیواد پارلمان ته په وینا کې وویل، چې بریتانیا د امریکا متحدو ایالتونو پرېکړې ته انتظار ده، چې له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو د څرنګوالی بهیراعلان کړي او وروسته به دا هیواد پریکړه وکړي، چې د خپلو عسکرو د ایستلو بهیر په څه ډول پرمخ یوسي.

د بریتانیا صدراعظم تایید کړه، چې له خپلو متحدینو سره په دې اړه چې ناټو ځواکونه په راتلونکو دریو کلونو کې په څه شمیر او څه وخت له دې هېواده ووځي، په مسلسل ډول خبرې کوي.

هغه وویل، په دې اړه به ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې چې راتلوکې کال د امریکا په شیکاګو کې جوړیږي خبرې وکړي.

بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په وروستیو کې ویلي، چې بریتانیا له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پردریو طرحو غور کوي، په ۲۰۱۳ کال کې څلور رزه ځواکونه کم کړي یا دونیم زره او یاهم د ۲۰۱۳ کال ترپایه د ځواکونو کمېدل ودروي.

د بریتانیا صدراعظم دغه راز ټینګار وکړ، چې بریتانیا به په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت چې په ۲۰۰۱ کال کې پیل شوی نورتمدید نه کړي.

هغه وویل، باید دا واضح کړم، چې د بریتانیا خلک حق لري، چې پوه شي، چې په افغانستان کې پوځي ماموریت څه وخت پای ته رسیږي او دغه د پای ټکی ۲۰۱۴ کال دی.

بریتانوي چارواکو ووویل، چې کامرون له افغان ولسسمشر حامد کرزی سره له کندهاره په ټیلیفون خبرې وکړې. دواړو مشرانو له طالبانو سره د خبرو او له پاکستان سره د اړیکو د اهمیت پرمسایلو خبرې وکړې.

کامرون په دې اړه چې ایا طالبان به خبرو ته چمتو شي، وویل، له دښمن سره روغه جوړه یوه پیچلې پروسه ده، دا تجربه موږ په شمالي ایرلنډ کې وکړه، خو زه بیا هم ډاډه یم ځکه په دی برخه کې له مختلفو چاینلونو هلې ځلې روانې دي، چې دا ماته ډاډ راکوي، دغه خبرې به یوه نتیجه ورکړي.
کامرون بې له دې، چې زیات جزیات بیان کړي، دومره یې وویل، چې د سولې هڅې د افغانانو په مشرۍ پرمخ لاړې شي.

ټاکل شوې ده، چې ولسمشر کرزي چې د بن په کنفرانس کې له ګډون وروسته یې بریتانیا ته پلان شوی سفر په کابل کې د عاشورا په ورځ د شوې حملې له امله لغو کړ، راتلونکی کال له بریتانیا څخه لیدنه وکړي.
XS
SM
MD
LG