د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

ولسمشر کرزی: پاکستان دې له افغانستان سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي


حامد کرزي وویل،پاکستان باید لکه د افغانستان د نورو ګاونډیانو په څیر له له دې هیواد سره ټینګې اړیکې وپالي.
حامد کرزي وویل،پاکستان باید لکه د افغانستان د نورو ګاونډیانو په څیر له له دې هیواد سره ټینګې اړیکې وپالي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون په پاکسستان غږ وکړ، چې د اړیکو ور خلاص کړی او له خپل ګاوڼد افغانستان سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي.

افغانستان او د امریکا متحدو ایالتونو پرپاکستان فشارو زیاته کړی، چې د هغو سخت دریځو وسله والو په وړاندې جدي اقدام وکړي، چې له قبایلي سیمو څخه په استفادې په افغانستان کې حملې ترسره کوي او هم له افغان دولت سره د هغو وسله والو د جوړ جاړي په هلوځلو کې مرسته وکړي، چې سولې ته لیواله دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغې یوڅه سړې شوې، چې کابل او نوي ډیلي په تیرې اوکتوبر میاشت کې د اوږمهاله همکاریو تړون لاسلیک کړ.

پاکستانی چارواکو چې په افغانستان کې د هند د نفوذ پراخوالي ته د شک په سترګه ګوري، پردغه تړون اندیښنه څرګنده کړې ده. له بلی خوا د پاکستان پر پوځي پوستو د ناټو د وروستۍ بمباري وروسته چې په کې ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل، له افغان دولت سره اومتحدو ایالتونو سره هم د دې هېواد په اړیکو کې کړکیچ زیات شوی دی.

پاکستان د دغې پیښې په اعتراض کې پردې سربېره چې له خاورې یې په افغانستان کې دېره ایتلافي ځواکونو ته د اکمالاتو رسولو دوه مهمې لارې بندې کړي، د روانې مېاشتې په پنځمه د افغانستان په اړه د بن په نړیوال کنفرانس کې هم ګډون ونه کړ.

پاکستان دغه راز له دغې پیښې وروسته له متحدو ایالتونو څخه غوښتي، چې په دوه اړخیزو اړیکو دې په بشپړه توګه له سره کتنه وشي.

خو افغان ولسمشر حامد کرزي پرون وویل، چې پاکستان ته سره له دې چې خپل سیال هند ته په څه نظر ګوري یا یې اړیکې له متحدو ایالتونو سره کړکیچنې دي، په کار ده، چې له افغانستان سره ټینګې اړیکې ولري.

کرزي چې پرون یې له یوشمېر افغان ټلویزیوني کانالونو سره خبرې کولې دغه راز وویل، چې پاکستان باید لکه د افغانستان د نورو ګاونډیانو په څیر له له دې هیواد سره ټینګې اړیکې وپالي او زیاته یې کړه، له هند او امریکا سره د افغانستان دوستي باید پردغو اړیکو اغیز ونه کړی.

افغان ولسمشر وویل، موږ ډېرهیله من یو، چې پاکستان د خپلو ملي ګټو په اساس او د ګاونډي توب اصل ته په پام سره له موږ سره اړیکې وساتي.
XS
SM
MD
LG