د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

"د پولیسو په جلب و جذب کې ځينې وکيلان مداخله کوي "


د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د پولیسو د جلب او جذب په بهیر کې د وکیلانو او ځینو نورو کړیو فشارونو دا بهیر له ستونزو سره مخامخ کړې دې.

د دې وزارت اداري مرستیال میرزا محمد یارمند د سې شنبې په ورځ د پولیسو د 169 افسرانو د فراغت په مراسمیو کې وویل، چې دا فشارونه ددې سبب شوي، چې د پولیسو د جلب و جذب په بهیر کې معیار له منځه ولاړ شي:

“موږ چې د پولیسو پر جلب او جذب کار کوو، جلب او جذب د ولایتونو د امنیه قومندانانو له خوا دی، له بده مرغه د پولیسو د جلب او جذب سیسټم چې موږ لرو، د پولیسو په اکاډمۍ کې معیارونه په پام کې نه نیول کیږي.

د وکیلانو فشار دی، د مشرانو دی او عادتي فشارونه دي.”

د دې ترڅنګ د پولیسو د جګپوړو افسرانو د ټاکلو په برخه کې هم ځینو ستونزو ته ګوته نیول کیږي.

د دغه وزارت د سټاف کالج قوماندان پوهاند پاسوال سید نورالله ځل وویل، چې دوي د بېلابېلو ولسوالیو امنیه قومندانان د روزنې لپاره کابل ته رابولي، خو بیا ګوري، چې پر ځای یې نور کسان ټاکل شوي وي:

“تر همدا نن موږ دا ستونزه لرو، چې د ولسوالیو امنیه قوماندانان ماته کورس ته راځي، هغه چې دلته راسي هلته یې پر ځای وختي بل څوک ټاکل شوی وي.

موږ دلته پانګونه په کوو، ښوونه او روزنه ورته کوو، چې ښه قومندان وي، خو دی چې هلته ځي پر ځای یې یو غیري مسلکې کس ټاکل شوی وي.”

دغه وزارت دا هم مني، چې د پولیسو په لیکو کې اوس هم وړتیاوي کمي دي او ددې ستونزي د حل لپاره د دوی ډیر ټینګار د پولیسو پر روزنه او ښوونه دی.

که له یوې خوا ددې وزارت چارواکې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستلو خبره کوي، خو د پولیسو په منځ کې د اداري فساد څخه هم شکایتونه کیږي.

ښاغلی یارمند خبرداری ورکړ او ویې ویل تر څو افغان پولیسو ته د تقاعد او بیمې امتیازات ورنکړای شي، د دوی په منځ کې فساد نه ورکیږي.

ده زیاته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت ددې ستونزې د هواري لپاره د پولیسو د بیمې پر قانون کار کوي:

“د ټولي نړۍ پولیس بیمه سوي دي، پولیس د مجرمینو سره جګړه کوي امتیاز نه لري او سبا چې تقاعد کیږي امتیاز یې ډیر لږ دی.

د کورنیو چارو وزارت رهبري پلاوی په دې مصمیم دی، چې د نورو هیوادونو څخه په تجربه سره، د پولیسو د بیمې قانون ترتیب او تنظم کړي او عدلیې وزارت ته یې ورکړي.”

د رپوټونو له مخي په اوسنیو نا امنو حالاتو کې د افغان پولیسو وړتیاوو، معاشونو، د کمو تجهزاتو او تجربو سره سره افغان پولیس توانېدلي، چې امنیت په ښه ډول وساتي.

خو اداري فساد، بې سوادي، له نشه يي توکو کار اخیستل، په ځینو ځایونو کې له خلکو سره ناسم چلند هغه ټکې دي، چې له امله یې خلک پر پولیسو انتقادونه کوي.

د کورنیو چارو وزارت هیله ښيي، چې د افغان پولیسو لپاره به د اصلاحاتو د نوو پروګرامونو عملي کېدل یادي ستونزي له منځه یوسي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG