د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

لودین:له طالبانو سره په خبرو کې باید نړېوال مرسته وکړي


د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین
د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین
افغان حکومت د دوشنبې په ورځ له نړېوالې ټولنې وغوښتل، چې له طالبانو او نورو مخالفو ډلو سره د خبرو د پراختیا په برخه کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بحث کې د جګړه ځپلي افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین د افغانستان په دې دریځ ټینګار وکړ، چې وایي د طالبانو د حملو او د دوي د قتلولو سره سره دې د پخلایني د پروسیې په برخه کې هڅې وشي.

لودین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل، هغه په دې اند دی چې دننه په هېواد کې او یا هم له افغانستانه بهر د طالبانو لپاره د یوه دفتر جوړول به د سولې په پروسه کې موثر وي.

د هغه په وینا دلته به په رسمي توګه د مربوطو افغان مقاماتو او د طالبانو په ګډون د مخالفو وسله والو ډلو استازو ته د خبرو کولو امکان پیدا شي.

په دې وروستیو کې افغان مقاماتو له هېواده دباندې په سعودي او یا هم ترکیې کې طالبانو ته د داسې یو ځای چې د اړیکو د ټینګولو لپاره د یوه دفتر په توګه تری کار واخلی خبری کولی څو په دې توګه په افغانستان کې لس کلنه ورانونکې جګړه پای ته ورسیږي. لودین له مخالفو وسله والو ډلو سره د خبرو اترو په برخه کې د ګاونډیو، پاکستان او ایران، د همکاریو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې رویترز خبرې اژانس د دوشنبې په ورځ په خپل یوه رپورټ کې لیکلي وو، چې امریکايي چارواکو له نژدې لسو میاشتو راهیسي د وسله والو طالبانو له استازو سره په ګڼ شمېر پټې لیدنې کتنې کړي، چې ډېره برخه یې په جرمني او دوحه کې وې او په دې خبرو کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر او د کوټې د شورا استازي شامل وو.

دوي وايي، ډېر ژر به دا نتیجه ترلاسه کړي، چې ایا د سولې داسې یو توافق ته رسېدل، چې په نتیجه کې یې د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي ممکن دی او کنه ؟

په خبرو اترو کې شامل یو جګپوړی امریکايي مقام ویلي، دوي اوس د خبرو راتلونکي پړاو ته د ننوتو پر پوله ولاړ دي.

دا مقام وايي، د دې معنا دا ده، چې موږ داسې یو مهم چېنل موندلی، چې موږ ته د دوه اړخیز اعتماد د رامنځ ته کولو امکان راکوي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، امریکايي چارواکي د دې ډيپلوماسۍ د یوې برخې په توګه په دې اړه غور کوي، چې له ګوانتامو زندان څخه په نامعلوم شمېر طالب بندیان د افغان حکومت زندانونو ته ولېږدوي، خو د متحد ایالاتو یو مهم جمهوري غوښتونکې سناتور له طالبانو سره د خبرو کولو پر ضد خبرداری ورکړی او دا یي د اوباما ادارې ته یو سیاسي خطر بللی، چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسیدو د هلو ځلو په ترڅ کې بندیان منتقل کړي.

د دې په ځواب کې چې د اباما د ادارې چارواکو له طالبانو سره خبرې کړي چې ټاکونکې پړاو ته رسیدلی سناتور سکس بې چابلیس چې د متحد ایالاتو په سنا کې د استخباراتو د کمیټې یو مشر دی په یوه بیان کې ویلي، دا داسې ښکاري چې که د اوباما ادارې له ترهګرو سره د خبرو اترو فیصله کړي وي، نو دا داسې یو شی دی چې متحد ایالات یې نه تر سره کوي.

هغه همدا شان وول، د هغو بندیانو انتقال چې فکر کیږي متحد ایالاتو ته ګواښ پیښوي باید د اعتماد د فضا د رامنځ ته کولو لپاره لومړی ګام نه وي.

رویتزر لیکي، امریکایي مقامات وايي د بندیانو احتمالي انتقال یوه ملي فیصله ده چې د کانګر س سره په مشورې او د بندیانو سره د چلند د نوي مقرری په اساس کیږي.
XS
SM
MD
LG