د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

د ناټو او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو نښې نښانې


ناټو د افغانستان، پاکستان او نړېوالو ځواکونو د هماهنګۍ ګډو مرکزونو ته د پاکستاني استازو بېرته ورتګ له پاکستان سره د خپلو خرابو شوېو اړيکو د ښه کېدو يوه نښه وبلله.

وروسته له دې چې د ناټو ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې د پاکستان په دوو سرحدي پوستو کې ۲۴ سرحدي پوځيان ووژل شول او له کبله يې پاکستان وپارېد، دا د دغه هېواد او په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د نړېوالو ځواکونو ترمنځ د اړيکو د ښه کېدو يوه وړه نښه ګڼل کېدای شي.

خو په افغانستان کې يې د نړېوالو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو پر مخ لا هم خپله ترانزيتي لار نه ده پرانيستې.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې ناټو وايي، چې دا هم د پاکستان او هم په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو په ګټه ده؛ چې پاکستان ژر تر ژره خپله لار پرانيزي.

تېره اوونۍ د امريکا کانګرس پاکستان ته اووه سوه میليون ډالره مرسته کنګل کړه او ويې ويل، چې دا مرسته د پاکستان له لوري د هغو موادو له مخنيوي سره تړي، چې ورڅخه بمونه جوړېږي او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د پوځي ګاډو په لار کې چاودول کېږي.

په کابل کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د ايساف ځواکونو ويندوی بريد جنرال کرېسټن حکوبسن خبريالانو ته وويل، په افغانستان کې د ناټو او امريکايي پوځيانو عمومي قومندان جنرال جان الن د پاکستان د پوځ له لوی درستيز جنرال اشفاق کياني سره خبرې کړي او په تېرو څو ورځو کې په دې برخه کې د پرمختګ نښې څرګندې شوي دي، ده زياته کړه:

″پاکستان له افغانستان سره په خپلو پولو کې د هماهنګۍ مرکزونو ته خپل روابط مامورين پېرته لېږلي، جنرال الن له جنرال کياني سره غږېدلی، نو په دې حساب موږ سم لور ته پر مخ درومو.″

د افغانستان، پاکستان او ناټو د هماهنګۍ مرکزونه د دې لپاره جوړ شوی، چې د وسله والو طالبانو پرضد د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې عمليات هماهنګه کړای شي، څو د داسې پېښو مخه ونيول شي، چې تېره مياشت د مومندو ايجنسۍ په سيمه کې وشول او له کبله يې څلرويشت پاکستاني پوځيان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG