د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

پيټر ويتيګ:په مجموع کې د افغانستان ثبات ښه شوی


جرمني استازي پيټر ويتيګ
جرمني استازي پيټر ويتيګ
د جرمني د خبري اژانس د راپور له مخې په ملګروملتونو کې د جرمني استازي پيټر ويتيګ د امنيت شورا غونډې ته وويل، سره له دې چې خال خال حملې کېږي، په مجموع کې د افغانستان ثبات ښه شوی دی.

ده په عين حال کې غوښتنه وکړه، چې بايد اجازه ورنه کړای شي، چې په افغانستان کې ترلاسه شوې کاميابۍ ضايع شي او دا هېواد يو وار بيا د تروريستانو په مرکز بدل شي.

د بون کنفرانس همدا راز د افغانستان د ولسمشر په غوښتنه د انتقال د لسيزې ملاتړ وکړ چې پراساس يې نړېواله ټولنه له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۴ پوري مالي او پوځي مرسته کوي.
په دې لسو کلونو کې افغانان د خپل هېواد د سياسي مشرتابه او د ټولو امنيتي چارو مسووليتونه په غاړه اخلي،په ملګروملتو کې د جرمني استازي وويل:
« بايد دا يقيني کړو، چې په تېرو لسو کلونو کې مهمې ترلاسه شوې برياوې به نه ضايع کېږي، دغه راز د ظرفيتونو زياتول او د اصلاحاتو راوستل د ټولو افغانانو د ګټې لپاره لومړيتوبونه دي.

د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويسترويلې د خپل هېواد پارلمان ته ډاډ ورکړ، چې د لوېديځو پوځيانو له وتلو وروسته به په افغانستان کې د قدرت خلا رامنځته نه شي.

ده په افغانستان کې د جرمني ځواکونو د ماموريت پر اوږدولو د پارلمان د بحث تر پيلېدو مخکې وويل چې دا کال به د افغانستان په تاريخ کې خورا مهم وي.
XS
SM
MD
LG