د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

د کيم جانګ ايل زوى د شمالي کوريا رهبري اخلي


کیم جانګ اوون
کیم جانګ اوون
د شمالي کوریا د مشر له مړ کیدو وروسته داسې ښکاري چې د هغه درېیم او کشر زوى کیم جانک اوون به ددغه هیواد مشري پر غاړه واخلي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس د کیم جانګ ایل د مرګ له اعلان وروسته د هغه زوی اوون د یوه غښتلي مشر او د خپل پلار د ځایناستي په نامه یاد کړ.

خو په دې اړه پوښتنې پورته کیږي چې ځوان کیم جانګ اوون څومره واک او د شمالي کوریا د مشرۍ لپاره په دومره کم وخت کې څومره چمتووالي لري؟

د کیم جانګ ایل مړینې له لویدیځو هېوادونو سره د منزوي شوې شمالي کوریا د ثبات په اړه او په دې هکله چې د واک انتقال به په څه ډول ترسره کیږي، اندیښني پیدا کړې دي.

راپورونه وايي چې کیم جانګ اوون په ۱۹۹۸ م کال کې د سویس په یوه نړیوال ښوونځي کې په جعلي نامه زده کړې کړې دي.

خو کله چې پیونګ یونګ ته ستون شو نو ویل کیږي چې پوځي پوهنتون کې داخل شو.

تیر کال کیم جانګ اوون د څلور ستوري لرونکى جنرال اعلان شو او سره له دې چې کافي پوځی تجربه نه لري د واکمن ګوند د لوړو مقاماتو په ډله کې يې ځای وموند.

په سیول کې د شمالي کوریا د چارو د څېړنیز مرکز مشر هوکسن پیک په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

”تیر کال کیم جانګ ایل له خپل زوی سره مرسته وکړه څو خپل قدرت ټینګ کړي خو یو مهم عنصر دا دی چې ایا داسې کوم قوت او یا شخص شته چې د کیم جانګ اوون ځای ونیسي؟ د شمالي کوریا د رهبر تر مشری لاندې سیستم کې داسې څوک نه شته“

تمه ده چې د مړ شوي کیم جان ایل خور او اوښى به په دغه هېواد کې د واک د انتقال په پروسه کې مهم رول ولوبوي.

د شمالي کوریا د مشر مړینې ګاونډیو هیوادونو ته هم اندیښنې پورته کړي او د دې خبر له اعلانیدو وروسته د اسیا د اسهامو مارکیټونه رالویدلي دي.

جنوبي کوریا چې له پیونګ یونګ سره د دښمنۍ په حالت کې خپل ځواکونه د تیارسئ په حالت کې راوستي دي.

خو چین چې د شمالي کوریا نزدې متحد او د سوداګریزو چارو شریک هیواد دی د کیم جانګ ایل په مړینه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
XS
SM
MD
LG