د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د مستبدو رژيمونو په ليست کې افغانستان هم شامل شو


د ایکونومیست خپرونې په تیر یوه کال کې نړیوالو سیاسي حالاتو ته په توجه، په هر هېواد کې د ډیموکراسۍ د څرنګوالي پر اساس د نړۍ د هېوادونو یو نوم لست خپور کړی دی.

په دې لست کې د افغانستان نوم تر ډيرو هېوادونو شا ته راغلی .

په لست کې اول د ناروې نوم راغلی دی او د مدني ازادیو په برخه کې یې له لسو څخه لس نومرې اخیستي دي. د امریکا متحد ایالات په دې لست کې نولسم ځاى لري او د بشري ازادیو په برخه کې یې تقریبًا نه نیمې نومرې ګټلې دي.

د هند شمیره ۳۹ ده او د بشري ازادیو په خاطر یې د ایکونومیست په دې نړیوال رپوټ کې څه باندې نه نیمې نومرې اخیستي دی. د دې لست یوسل او پینځم نوم د پاکستان دی چې د مدني ازاديو په ارتباط له لسو پينځه نیمې نومرې ورکړل شوې دي.

ایران ، ترکمنستان ، سعودی عربستان ، ازبکستان ، میانمار ، شمالي کوریا او سودان هغه هېوادونه دي چې نومونه یې په دې لست کې تر افغانستان وروسته راغلي .

په افغانستان کې د ډيموکراسۍ او ښې حکومتدارۍ د رامنځته کولو لپاره د نړیوالو له څه باندې یوې لسیزې هڅو سره سره د دې هېواد نوم د مستبدو رژیمونو په لست کې د ایران ، اذربایجان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان او بیلاروس ترڅنګ راغلی دی.

د ایکونومیست په دې کلني لست کې د افغانستان نوم یوسل او دو پنځوسم دی او د مدني ازاديو په ارتباط يې له لسوڅخه تقریباً څلور نومرې ورکړل شوې دي.

د ایکونومیست انټلجینس یونټ دا کلني رپوټ کې د ۲۰۱۱ کال له پیل راهیسې د وقایعو پر اساس خپور شوی دی . دا رپوټ د نړۍ په لږترلږه ۱۶۷ خپلواکو هېوادونو کې وضعیت د پینځو مسئلو پر اساس څيړل شوی دی چې انتخاباتي پروسې او پلورلیزم، مدني ازادۍ ، حکومتداري ، سیاسي مشارکت او سیاسي فرهنګ دی.

په رپوټ کې د نړۍ حکومتونه په څلورو عمومي برخو ویشل شوي دي چې مطلق ډيموکراتیک، متاثره ډیموکراتیک، ګڼ اړخیز سیسټمونه او استبدادي رژیمونه دي.

په رپوټ کې افغانستان ته د حکومت د فعالیت په برخه کې له لسو څخه صفر اعشاریه ۷۹ نومرې ورکړ شوې دي. د سیاسي مشارکت په برخه کې له لسو څه باندې دوې نیمې نومرې لري او د انتخاباتي پروسو او سیاسي ګوندونو د څرنګوالي په برخه کې یې، له لسو څه باندې دوې نیمې نومرې اخیستې دي.

په دې رپوټ کې د افغانستان په ارتباط لیکل شوي دي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په جریان کې د درغلیو پرله پسې ادعاوو د دې هېواد د سیاسي ثبات خرابوالی څرګند کړ.

د توکمي توپیرونو پر اساس شخړې مخ په زیاتیدو دي او د سولې د عالي شورا د پخواني مشربرهان الدین رباني له وژل کیدو سره د دې ویره زیاته شوې چې د توکمیزو شخړو لمن پراخه شي .

د افغانستان امنیتي وضعیت ډیر خراب دی:

د برهان الدین رباني وژل کیدو په افغانستان کې د سیاسي ثبات لپاره هڅو ته ستره ضربه ورکړه او داسې ویره شته چې له مخالفینو سره د سولې لپاره د روانو هڅو د ناکامۍ سبب شي.

په رپوټ کې راغلي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به چې د امریکا او نورو هېوادونو عسکر له افغانستان څخه وځي، د دې هېواد د کورنیو امنیتي ځواکونو د پياوړي کیدو مسئله په اولویت کې وي .

په عین حال کې به د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره هڅې د پالیسي جوړونکو لپاره مهمې وي . نړیوال هېوادنه ښايي په څو راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره د مالي مرستو په اړه بیا غور وکړي او ښايي ورته سخاوت ونه لري، نو د افغان حکومت د عوایدو لوړول ډیر مهم ګڼل کیږي .

د نړیوالو د مالي ملاتړ کمیدل د افغانستان اقتصاد ته سخته ضربه ورکولای شي.
XS
SM
MD
LG