د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

د شمالي کوريا وتلى مشر کیم جانګ ایل ومړ


د شمالي کوريا وتلى مشر کیم جانګ ایل ومړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:53 0:00
مستقیم لېنک

د شمالي کوریا د مشرد مړینې له خبروروسته د دې هیواد دولتي رسنیو له خلکو غوښتي چې د هغه د کشر زوی کیم یانګ اون ترشا چې نوموړی یې د پلار سترځايناستی بللی، ودرېږي. د شمالي کوریا دولتي رسنیو وویل، ۶۹ کلن کیم یانګ ایل د زړه د حملې له امله مړ شو. ویل کیږي چې کیم یانګ ایل په ۲۰۰۸ کال کې دماغي سکته کړې وه. د هغه د ښخولو مراسم به د ډسمبر په ۲۸مه په پیونګ یانګ کې ترسره شي. ځوان کیم چې ویل کیږي شل کاله عمرلري، له مخکې د مهمو دندو مسوولیت ورسپارل شوی دی. په سیمه کې د کمونیستي کوریا مهم متحد چین د کیم پرمړینې د خواشینۍ مراتب څرګند کړي اوله دې هیواد سره د همکارى د دوام ډاډ یې څرګند کړی دی. جنوبي کوریا خپل پوځ ته د احضاراتو امر کړی دى. د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د جنوبي کوریا له مشر لی مونګ بک سره په ټیلیفوني خبرو کې موافقه وکړه چې پیښې به له نژدې څاري.

XS
SM
MD
LG