د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

مژده: امريکايي چارواکو له طالبانو سره تماس نيولى


راپورونه وايي له طالبانو سره د سولې خبرې یو ټاکونکي پړاو ته رسېدلي دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې په دې خبرواترو کې شامل چارواکي دا مني چې د دې هڅو په وړاندې ستونزې ډېرې دي.

د طالبانو په لیکو کې درزونه، پر دې بهیر د ولسمشرحامدکرزي او د ده د ځینو سلاکارانو شکونه او د پاکستان ټینګار چې غواړي د افغانستان په راتلونکي کې مهم او اساسي رول ولري، هغه ستونزې دي چې د سولې د هڅو په وړاندې خنډونه رامینځ ته کولای شي.

دا موضوع احمدتکل د سیاسي چارو له کارپوه وحیدمژده سره په مرکه کې څېړلې ده.

دغه مرکه په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
XS
SM
MD
LG