ایساف ځواکونه وايي، له پاکستان سره یي خبرې په ښه ډول روانې دي، چې افغانستان ته د دوي د اکمالاتي کاروانونو لاره بیرته خلاصه کړي.
پاکستان وروسته تر هغه د ناټو او امریکايي ځواکونو پر مخ اکمالاتي لاره وتړله، چې ناټو ځواکونو د افغانستان سرحد ته نژدې د پاکستانیو پوځیانو پوستې بمبار کړې.
د ایساف ځواکونو ویاند جنرال جکوبسن د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته وویل، چې په دې اړه لا څېړنې بشپړې شوي نه دي، خو باید پاکستان د خپلې اقتصادي ګټې په خاطر دغه لاره ژر خلاصه کړي.
“څنګه چې ایساف هم په څېړنو کې ونډه لري، د امریکا مرکزي قومندانۍ او ناټو هم په دې اړه څېړنې کوي، نو موږ یي باید نتایجو ته انتظار وباسو.
جنرال جان الن له جنرال کیاني سره خبرې کړي او موږ پر ښه لاره روان یو.
د ناټو د اکمالاتو لار، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ ده همداسې بنده ده، خو له اقتصادي پلوه دا هم زموږ او هم د پاکتسان په ګټه ده ، چې دا لاره خلاصه شي او دوي ناوخته نه بلکې ژر بیرته خلاصه کړي.”
د افغانستان پولي ته نژدې د تیرې نومبر میاشتې پر 26 د ناټو ځواکونو په بمبار کې 24 تنه پاکستاني پوځیان ووژل شوه او یو شمېر نور یې ټپیان شوه، له دې سره سم د پاکستان حکومت په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر مخ خپله اکمالاتي لاره وتړله.
تر هغه وروسته داسې راپورونه خپاره شوه، چې ګواکې د پاکستان دا ګام به په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو فعالیت تر اغېز لاندې راولي.
د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې د دې لارې د تړلو ډیر تاوان د ناټو پر ځای خپله پاکستان ته رسیږي.
رشید وزیري وايي، د امریکا له مرستو پرته به پاکستان له خورا ډیرو ستونزو سره مخ شي:
“پاکستان داسې بحران اخیستی دی، چې پرون یې 19 الوتکۍ په هوايي ډګر کې منجمیدې شوې یعنې د 39 څخه 19 له الوتو پاته شوې.
پاکستان په مالي لحاظ دونه کمزوۍ شوی، چې د امریکا له مرستو پرته به سمې لارې ته راونه وزي.
پاکستان ته دا تاوان رسیږي، چې تر اوسه د امریکا په مرستو چلیدلی دی، که دا مرستې ځینې بندې شي بیا به وګورﺉ، چې څه جانبي عوارض ورته پیښيږي.”
د ښاغلي وزیري په خبره، د پاکستان ملکي اداره په هغه څه نه ده خوښه، چې پوځي او استخباراتي ادره یې کوي او د نوموړي په خبره چې پوځي اداره له دې لاري غواړي چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه تر فشار لاندې راولي.
خو ناټو او امریکايي چارواکي د منځنۍ اسیا اکمالاتي لارو ته په اشاره وايي، چې د پاکستان د اکمالاتي لارې بدیلي هم لري او دوي په افغانستان کې پوره اکمالات لري، چې فعالیت به یې متاثره نه شي.
د راپورونو له مخې پاکستان تر دې پخوا هم څو څو ځلې په افغانستان کې د مېشتو نړېوالو ځواکونو پر مخ اکمالاتي لارې تړلي دي.
پخوا به دا لارې د لنډ وخت لپاره بندیدې، خو دا ځل پرې څو اونۍ واوښتې او پاکستانیو چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي د څو نورو اونیو لپاره هم بندې پاتې شي.
معصوم میوند- کابل