د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

د چک د پخواني ولسمشر د مړینې په مناسبت د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو پیغام


د ازادې اروپا ازادي راډیو عمومي رییس سټیون کورن
د ازادې اروپا ازادي راډیو عمومي رییس سټیون کورن

د ازادې اروپا ازادي راډیو عمومي رییس سټیون کورن د چک د پخواني جمهور رییس واسلاو هاول د مړینې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې د واسلاو هاول په مړینې سره د ډموکراسۍ پلویانو، ازادې رسنۍ او د ټولو خلکو لپاره د اساسي حقونو غوښتونکو نن یو نژدې او مهم دوست له لاسه ورکړ.

هاول د یوه هنرمند، د یوه فعال او ولسمشر په توګه په ټولو فعالیتونو کې د کمزورو د حقونو او د هغوټولو کسانولپاره چې په دې باوردي چې حقیقت او محبت باید پردرواغو او کرکې غلبه وکړي، لکه چې ده پخپله په دې شي باوردرلود، مبارزه کوله.

سټیون کورن وایي، د ازادې اروپا ازادي راډیو او د هغې د چکوسلواکیا څانګې دا ویاړ لرلی چې په ۱۹۶۰، ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو کې د هاول له فعالیتونو خلک خبرکړي او هم دا راډیو د هغه اقدام په خاطر د هغه منندویه ده چې کله یې د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل کې د بخملي انقلاب له بریالیتوب وروسته ورته بلنه ورکړه چې خپل مرکزي دفتر پراګ ته ولیږدوي.

هاول د بیدارۍ او رهبري لپاره ډیرکارونه ترسره کړي دي. هاول هغه اصول خپل کړي و چې زموږ د راډیو اساسي اصول دي او هیله من یوچې په مقابل کې یې موږ هغه ارزښتونه خپلو اوریدونکو وړاندې کړو چې د هغه د ژوند او کار اساس پرې څرخیده. موږ د هغه خلا ډیره احساسو.

دغه رازد امریکا د ولسمشر بارک اوباما په شمول د اروپایي هیوادونو مشرانو هم د واسلاو هاول پرمړینې خفګان څرګند کړی او د چک مشرتابه یې د خواخوږی مراتب وړاندې کړي دي.

هاول پرون د ورپیښې ناروغۍ له امله د ۷۵ کلنۍ په عمرمړشو.

XS
SM
MD
LG