د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۵

″د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې یو ټاکونکي پړاو ته رسېدلي دي″


راپورونه وايي، د امریکا او طالبانو دغه پټې لیدنې تر ډېره په جرمني او دحه کې ترسره شوي دي.
راپورونه وايي، د امریکا او طالبانو دغه پټې لیدنې تر ډېره په جرمني او دحه کې ترسره شوي دي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې امریکايي چارواکو له نژدې لسو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو له استازو سره په ګڼ شمېر پټې لیدنې کتنې کړي، چې ډېره برخه یې په جرمني او دوحه کې وې او په دې خبرو کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر او د کوټې د شورا استازي شامل وو.

امریکايي چارواکي چې د مسالې د حساسیت په خاطر نه غواړي، نوم یې واخیستل شي وايي، چې دا خبرې اترې اوس یوه مهم او ټاکونکي پړاو ته رسېدلي دي.

دوی وايي، ډېرژر به دا نتیجه ترلاسه کړي، چې آیا د سولې داسې یو توافق ته رسېدل، چې په نتیجه کې یې د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي ممکن دي کنه.

په خبرواترو کې شامل یو جګپوړی امریکايی مقام وايي، دوی اوس د خبرو راتلونکي پړاو ته د ننوتو پر پوله ولاړ دي. دا مقام وايي، د دې معنا دا ده، چې موږ داسې یو مهم چینل موندلی، چې موږ ته د دوه اړخیز اعتماد د رامنځ ته کولو امکان راکوي.

رویټرز خبري آژانس لیکي، امریکايي چارواکي د دې ډيپلوماسۍ د یوې برخې په توګه په دې اړه غور کوي، چې له ګوانتامو زندان څخه په نامعلوم شمېر طالب بندیان د افغان حکومت زندانونو ته ولېږدوي.

د اعتماد د رامنځ ته کولو هڅې

راپور زیاتوي، چې امریکايي چارواکو له منځګړو مرکچیانو غوښتي دي، چې طالب مشران هم باید د اعتماد د رامنځ ته کولو په برخه کې ځینې اقدامات وکړي، لکه د نړیوال تروریزم غندل او په ښکاره دا اعلانول، چې دوی له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

د دې چارواکو په وینا که روانو خبرواترو نتیجه ورکړه نو راتلونکی لومړنی ګام به له افغانستانه بهر د طالبانو د یوې سیاسي نماینده ګۍ له جوړېدو څخه د امریکا څرګند ملاتړ وي.

امریکايي چارواکو طالبانو ته ویلي دي، چې له دې سیاسي نماینده ګۍ څخه باید د چندې ټولولو، تبلیغاتو او د یوه تبعیدي حکومت د جوړولو په مقصد نه بلکې یوازې د دې لپاره کار واخیستل شي، چې د خبرو له دوام او په پایله کې په حکومت کې د طالبانو د ګډون له چارې سره مرسته وکړي.

له امریکايانو سره د طالبانو د خبرواترو په اړه مخکې هم راپورونه ورکړل شوي وو او په دې لړ کې امریکايي چارواکو د ملامحمدعمر له پخواني منشي طیب آغا سره لیدلي وو.

رویټرز خبري آژانس د راپور په دوام لیکي، امریکايي چارواکي که څه هم وايي، چې له طالبانو سره د خبرو ډيپلوماسي حساس پړاو ته رسېدلې، خو دا هم مني، چې دا به یو اوږد او دوامدار بهیر وي.

دوی وايي، چې د دې خبرواترو په اړه یې ولسمشر حامد کرزي ته معلومات ورکړي او امریکایي مرکچیانو له غونډو مخکې او وروسته له افغان ولسمشر سره کتلي دي، خو په دې اړه چې آیا په دې خبرواترو کې د حکومت استازی شامل و کنه، دوی له تبصرې ډډه وکړه.

له امریکايانو سره د طالبانو د خبرواترو په اړه مخکې هم راپورونه ورکړل شوي وو او په دې لړ کې امریکايي چارواکو د ملامحمدعمر له پخواني منشي طیب آغا سره لیدلي وو.

ابراهیم حقاني:

همداراز پاکستان، د حقاني شبکې د مشر له ورور ابراهیم حقاني سره د یوې غونډې منځګړتوب کړی و، خو د دومره پراخو ډيپلوماتیکو اقداماتو او له ګوانټانامو څخه افغانستان ته د طالب بندیانو چې د راپورونو له مخې شمېر یې له شلو نه اوړي، د احتمالي استولو په اړه تراوسه څه نه وو ویل شوي.

خو په خبرواترو کې شامل امریکايي چارواکي دا هم مني، چې د دې هڅو په وړاندې ستونزې ډېرې دي.

د طالبانو په لیکو کې درزونه، پر دې بهیر د ولسمشر حامد کرزي او د ده د ځینو سلاکارانو شکونه او د پاکستان ټینګار، چې غواړي د افغانستان په راتلونکي کې مهم او حتی اساسي رول ولري، هغه ستونزې دي، چې د امریکايي چارواکو په وینا د سولې د هڅو په وړاندې خنډونه رامینځ ته کولای شي.
XS
SM
MD
LG