د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د سولې عالي شورا هڅه کوي له طالبانو سره د خبرو مېز ته کښېني


د افغانستان د سولې د عالي شورا یو چارواکی وایي، دا شورا په یوه اسلامي هېواد کې د طالبانو د سیاسي د فتر د پرانیستلو ملاتړ کوي، څو دوي وکولای شي چې د دی دفتر له لارې مستقیما له طالبانو سره د سولې خبرې پرمخ یوسي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي مولوي ارسلا رحماني پرون له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې دوي داسې نخښې تر لاسه کړي چې طالبانو هم په یوه اسلامي هېواد کې د ځان لپاره د یوه سیاسي دفتر له پرانیستلو سره لیولتیا ښکاره کړې ده.

د طالبانو لپاره په یوه اسلامي هېواد کې د سیاسي دفتر د پرانیستلو مسله په وروستیو کې وروسته له هغې توده شوې، چې افغانستان تیره اونۍ له قطره خپل سفیر په دی خاطر کابل ته ور وغوښت چې ویل کیږي دې هېواد د افغانستان دولت سره له مشورې پرته له جرمني او متحده ایالاتو سره په دوحه کې طالبانو لپاره د یوه دفتر د پرانیستلو په اړه هڅې پر مخ وړي دي.

ښاغلي رحماني وایي، که څه هم دوي له طالبانو سره مستقیم تماس نه لري، خو په وروستیو کې د طالبانو له خپل خپلوانو او قومي مشرانو او مخورو سره چې پر هغوي نفوذ لري تماسونه ټینګ کړي، څو طالبان د خبرو میز ته راوکاږي او خپلې غوښتنې مطرح کړي.

رحماني دغه راز وویل، چې د سولې خبرې باید افغانان پر مخ یوسي او نړېوال کولای شي چې د دغه بهیر له ګړندي کیدو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول هم پرون په کابل کې په یوې خبرې غونډه کې یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ، چې که د سولې خبرې په خپله د افغانانو له خوا پر مخ لاړې نه شي هیڅ نتیجه نه ورکوي.

ښاغلي رسول دا څرګندونې یوه اونۍ وروسته له هغې کوي چې له قطره یي خپل سفیر د هغو راپورونو له خپریدو وروسته د اعتراض په توګه ور وغوښت چې وایي، دې هېواد په خپل سر د طالبانو لپاره د یوه دفتر د پرانیستلو هلې ځلې پیل کړي دي.
XS
SM
MD
LG