د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

د نړۍ مشرانو د چک پخوانی ولسمشر یو اتل شخصیت یاد کړ


د چک مشهور نمایش لیکونکی، د بیل فکر خاوند او پخوانی ولسمشر واسلاو هاول
د چک مشهور نمایش لیکونکی، د بیل فکر خاوند او پخوانی ولسمشر واسلاو هاول
د چک د مشهور نمایش لیکونکی، د بیل فکر خاوند او د پخوانی ولسمشر واسلاو هاول پر مړیني د نړۍ مشرانو د خواخوږي مراتب څرګند کړي او هغه یي د ډیرو صفاتو لرونکې شخصیت یاد کړی چې د اتل، استثنایي او له فساده لیرې شخصیت پر اړخونو یي ډیر تاکید شوی دی.

په ۱۹۸۹ کال کې د واسلاوهاول په مشري بخملي انقلاب د پخواني کمونیستي چکو سلواکیا رژیم نسکور کړ او هاول د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو درې کاله وروسته پخوانی چکو سلواکیا په دو برخو چک او سلواک جمهوریتونو وویشل شو، چې واسلاو هاول د چک جمهوریت د لومړني ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د چک اوسنی ولسمشر او د هغه ځای ناستی واسلاو کلاوس پرون په پراګ کې د هاول ستاینه وکړه او ویي ویل:

(واسلاو هاول د چک د عصري دولت په سمبول تبدیل شوی، هغه د کمونیستي دیکتاتورۍ په وړاندې زړورې مبارزې کې په مهمې ونډې او په بخملي انقلاب کې د مشرتابه د رول په لوبولو او زموږ د ازاد هېواد د لومړني ولسمشر په توګه د دغه نظام په رامنځ ته کولو کې مهمه ونډه اخیستی.)

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د یوې اعلامیي په خپرولو سره ویلي چې د هاول سوله ییز مقاومت، د یوې امپراطورۍ بنسټ ولړزاوه، د یوې ځپونکې ایدیالوژی پوچوالی یي افشا کړ او ثابته یي کړه چې هغه رهبري چې پر اخلاقو او مورال ولاړه وي، د هرې بلې وسلې په نسبت پیاوړی ده.

اوباما دغه راز ویلي، چې هاول په ټوله نړۍ کې عزت او استقلال ته د رسیدو لپاره د نسلونو د مبارزې د یوه الهام سرچینه وه.

د جرمني صدراعظمی انګلا میرکل د خواخوږي په هغه پیغام کې چې د چک جمهوریت ولسمشر واسلاو کلاوس ته یي استولی، ویلي چې د جرمني خلک د یوه لوی اروپایي مړیني خواشینی کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګویدو ویستر ویلي هم واسلاو هاول په ښه نامه یاد کړی او هغه یي د چک د جمهوریت د انقلاب روح او د ازادي او ډیموکراسی د لارې ستر اتل او د اروپا د یووالي یو مخکښ بللی دی:

(هغه یو ستر مشر او د مدني حقوقو یو مهم فعال و، د واسلاو هاول نشتوالی به احساس کړو، په تیره بیا موږ المانان د هغه ډیر مدیون یو ځکه د اړولو المانونو یوځای کیدل او د اروپا یووالی د یوې سکې دوه اړخونه دي، موږ هغه ته د قدرداني په ډول خپل سرټیټوو.)

اتریش، سویډن، پولند او د یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو مشرانو او لوړ رتبه چارواکو هم د چک د پخواني ولسمشر واسلاو هاول د مړیني له کبله د خواشیني مراتب وړاندې کړي او هغه یي یو اتل او په نړۍ کې د ازادی او ډیموکراسی د لارې یوه مخکښ یاد کړی دی.
XS
SM
MD
LG