د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

پېژندل شوى عالم او د چک پخوانى ولسمشر ومړ


پېژندل شوى عالم او د چک پخوانى ولسمشر ومړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00

د نړۍ پېژندل شوى عالم او نمايشنامه ليکونکى، دغه راز د چک جمهوريت پخوانى ولسمشر، واسلاو هاول، نن د ٧٥ کلونو په عمر ومړ. د هاول دفتر اعلان کړه، چې ده نن سهار تر يوې اوږدمهالې ناروغۍ وروسته د چک جمهوريت په شمال کې په يوه کلي کې له نړۍ سترګې پټې کړې. هاول د مخملي سوله ييز انقلاب مشري کوله چې په نتيجه کې يې کمونيستي رژيم دړې وړې شو. ده په چکسلواکيا کې د ولسمشر په توګه ډيموکراسۍ او ازاد بازار ته د انتقال د بهير څارنه کوله، چې په ١٩٩٣م کال کې يې په سوله ييز ډول چک او سلواک د دوو جمهوريتونو په توګه جلا کړل. واسلاو هاول تر ٢٠٠٣م کاله پورې د چک جمهوريت ولسمشر و. په دې ويډيو کې هاول د خپل يوه فلم په باب خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG