د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

د افغانستان د کرکټ دویم نړېوال لوبغالی پرانیستل شو


په کابل کې د کرکټ نړېوال لوبغالی
په کابل کې د کرکټ نړېوال لوبغالی
په افغانستان کې د کرکټ دویم نړیوال سټډیوم د یکشنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شو.

د کابل د کرکټ نړېوال ستډیوم د ننګرهار ولایت د غازي امان الله خان د کرکټ له نړېوال سټډیوم وروسته دویم نړېوال سټډیوم دی چې په افغانستان کې پرانیستل کیږي .

د دې سټډیوم مالي لګښت یو میلیون او یو لک امریکایي ډالره شوی چې د امریکا د پراختیایې ادارې له خوا ورکړل شوی .

دکابل د کرکټ نړېوال سټډیوم د افغانستان د حکومت د کابینې د ځینو غړو د ملي شورا استازو او د کرکټ بورډ د چارواکو له خوا د یکشنبې په ماسپیښین د کرکټ د زرګونه مینه والو په حضور کې پرانیستل شو .

د افغانستان د مالیې وزیر او د کرکټ بورډ مشر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال د دې سټډیوم د پرانیستلو پر مهال خوښي څرګنده کړه او وې ویل چې په هېواد کې به د کرکټ د ورته نړېوالو سټډیومونو د جوړولو لپاره لا نورې هڅې وکړي:

(فکر کوم چې زموږ میدان د افتتاح لپاره اماده دی رسما یې افتتاح کوو نور به دلته ډېرې ښایسته په زړه پورې لوبې وګورﺉ د مختلفو ولایتونو نه د مختلفو زونونو نه به خلک راځي امید د دې چې نورو هېوادونو نه هم په اینده کې دلته خلک راځي او زموږ د ملي قهرمان ټیم سره به لوبې کوي او زمونږ ملي قهرمان ټیم به هغوی ته په دې میدان کې هم ماتې هم ورکوي.)

د ملي ټیم غړي د ورته نړېوالو سټډیومونو جوړیدل د کرکټ په لوبو کې خورا ګټور بولي او له دولته د نورو هڅو غوښتنه هم کوي، د کرکټ د ملي ټیم غړي حمید حسن راته وايي:

(ډېر د خوشالۍ ځای دی دا د سپورټس لپاره دا ډېره ښه لار ده چې دا شان سټډیوم افتتاح شو لوبغاړو ته خو به انشالله ډېره ګټه وغورځیږي ځکه چې موږ ته ضرورت نشته چې خارج کې لوبه وکو نو کولای شو چې په خپل هېواد کې میچونه وکړو دغه شان د بهر نه هم ملکونه راشي دلته لوبې وکي زمونږ د ملک لپاره یې ډېر ګټور همدا دی . )

دا نړېوال سټډیوم د یو میلیون او یو لک امریکایي ډالرو په لګښت د امریکا د پراختیایې ادارې له خوا د څوارلس جریبه ځمکې په سر په یو کال کې جوړ شوی چې په یوه وخت د څه باندې لس زره ننداره چیانو د ځایدو وړتیا لري .

د کابل د نړېوال سټډیوم د پرانیستلو مراسم د ملي او نولس کلنو د ټیمونو په شل اوریزه دوستانه لوبې پای ته ورسیدل، چې د ملي ټیم لوبغاړو وکړای شول د شاوخوا اتیاوو منډو په توپیر د نولس کلنو ملي ټیم ته ماته ورکړي .

صفي الله ستانکزی،کابل

ددې لوبغالي ځیني نور عکسونه دلته هم کتلای شﺉ

XS
SM
MD
LG