د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

"ځینې خلک د خپلو ګټو لپاره له قانونه ناوړه ګټه اخلي"


د افغان ولسمشر لومړی مرستیال قسیم فهیم
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال قسیم فهیم
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال وایي، چې په افغانستان کې یو شمېر خلک له قانون نه خپلو شخصي اهدافو ته د رسیدو په خاطر کار اخلي.

مارشال محمد قسیم فهیم چې د یکشنبې په ورځ یي په کابل کې د جزایي اجرا آتو د طرحې ارزونې په غونډه کې خبرې کولې، قانون ماتونې ته اشاره وکړه او ویي ویل چې یو شمېر خلک شته چې له قانون نه د خپلو شخصي سیاسي ګټو په خاطر ناوړه ګټه اخلي:

(هر څوک او هره ډله چې په افغانستان کې حاکم شوي دي، هغه خپلو شخصي، سیاسي او حزبي موخو ته د رسیدو په خاطر قانون کې بدلون راوستی، هغه قانون چې د چا د شخصي ګټو په خاطر وي هغه نو بیا اصلاً هیڅ معنې نه لري، انسان باید په خپله د قانون تابع اوسي او که یو څوک د قانون تابع نه وي او ځان قانون ته تسلیم نه کړي بیا نو هیڅکله هم په ټولنه کې عدالت نشي راتلای).

هغه وایي، چې باید د افغانستان په جزایي قوانینو باندې له سره کتنه وشي او ځیني بدلونونه په کې راوستلې شي.

مارشال فهیم دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ځیني کارپوهان بیا په دې باور دي چې یو شمېر چارواکي خپله قانون ماتوي.

د حقوقي چارو کارپوه عبدالستار سعادت ازادۍ راډیو ته وویل، چې په خپله مارشال فهیم هم له قانون نه سرغړونه کوي:

(زه فکر کوم دغه خبرې چې څومره مارشال صاحب ثابتولی شي بل څوک هیڅوک یي نشي ثابتولی، دا ځکه چې یو کس په خپله همدا مارشال صاحب دی.

البته په افغانستان کې یواځې مارشال صاحب نه دی بلکې نور زورور دي په یو شکل ولسمشر په دې کې ښکیل دی د خلیلي صاحب ورور د مافیا په ډله کې دی، همدا راز چې وګورﺉ هر څوک د خپل زور په اندازې په افغانستان کې قانون نه ناوړه ګټه اخلي، دا چې تاسو ترافیکي واټ ته هم راشﺉ او هر هغه څوک چې قانون نقضوي هغه ویاړي، افتخار کوي.)

دغه درې ورځنې غونډه په کابل کې د افغانستان په جزایي قانون کې د بدلون د راوستو په هدف جوړه شوې وه.

د عدلیې وزیر حبیب الله غالب وویل، چې د افغانستان اوسنۍ قانون د درې لسیزو مخکې قانون دی چې د هغه په وینا باید لږ څه بدلون په کې راوستلې شي، ځکه د هغه په وینا وروسته له دې باید ګناهکار او بې ګناه وپیژندل شي.

څه موده مخکې ولسمشر حامد کرزي هم ویلي وو، چې د قانون نه پلي کیدل اداري فساد ته لار هواروي، د هغه په وینا د قانون نه پلي کیدل له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ستونزې رامنځ ته کړي.
XS
SM
MD
LG