د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

پاکستان کې افغان کډوال د نوې سروې په اړه اندیښمن دي


په پاکستان کې دیره افغان کډوال د هغې سروې له پلوه اندېښنه لري، چې په دې وروستیو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ یا UNHCR او د پاکستان د دولت له لوري پیل شوې.

کډوال وايي،په دې سروې کې د دوي د شخصي ژوند په باب هغه څه پوښتل کیږي، چې په ډاګه کول یي په ځینې مواردو کې د ځان لپاره ګواښ ګڼي.

یوې افغان میرمنې چې نه یي غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادۍ راډیو ته وویل، دوه تنه پاکستانیان چې په همدې لړ کې د دوي کور ته ورغلي د پخلنځي له وسايلو نیولې تر میاشتني عوایدو او مصارفو په باب تر څلويښتو دقیقو پورې پوښتنې کولې او له ځانه سره یې ثبتولې:

دغه میرمن وايي، په دې څلويښت دقیقه ييزه مرکه کې د کور د ټولو وسائلو، د موبایل تیلیفونو نومرې، تعداد او میاشتني مصارف، د کورنۍ د غړېو شمېر د هغوي دندې او عواید، د کور کرایه، د ګاز او بريښنا او د کور میاشتنی مصرف، د ناروغانو شمېر او هم دا چې په دولتي روغتونو کې درملنه کوي که په شخصي کلینیکونو کې او ایا دولت ته ټکس ورکوي او که نه او نورې ډیرې پوښتنې شاملې وې، چې ځوابول یي د خپل ځان لپاره یو ګواښ ګڼي.

خو کله،چې مې په دې باب په اسلام کې د UNHCR ویانده دنیا اسلم خان وپوښتله نو داسې یې وویل:

(د دې سروې اصلي موخه دا ده، چې موږ د افغان کډوالو ستونزې او اړتیاوې معلومې کړي، ځکه چې اخر به هم خپل هېواد ته ستنیږي او که ځیني یي په پاکستان کې پاته کیدل غواړي نو ولې پاته کیږي، ستونزې او اړتیاوې یې څه دي؟

د همدې مقصد لپاره UNHCRد پاکستان او افغانستان دولتونو په ګډه د دې سروې پریکړه کړې څو د کډوالو له اساسي ستونزو څخه ځان خبر کړي او بله دا چې که په راتلونکي کې چې د کډوالو په باب هرډول پروګرامونه نیول کیږي نو د همدې سروې له مخې به کیږي.)

نوموړې هغه ګنګوسې رد کړې، چې ګواکې بې وزلي او هغه مهاجرین به چې په اقتصادي برخه کې د پاکستان په ګټه نه وي د ۲۰۱۲ کال تر پایه په زوره ویستل کیږي او یواځې شتمنو ته به په دې هېواد کې د اوسیدو نوي اسناد ورکوي.

بل خوا په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفير محمد عمر داودزي له ازادۍ راډيو سره په یوه مرکه کې په دې باب بې خبري وښوده،هغه وویل:

(که صادقانه درته ووایم نو له دې سروې څخه ستاسو له لارې خبر شوم، تر کومې چې اوس ما معلومات ترلاسه کړي، نو د دې سروې د ډیری پوښتنو په باب اندیښنه لرم، ځکه چې هیڅوک دا حق نه لري چې د خپلو ګټو په خاطر د بل چا ژوند له خطر سره مخ کړي.

خو په دې سروې کې چې له کډوالو څخه د هغوي د شخصي ژوند په باب څومره پوښتنې کیږي ښکاره ده چې په ځینې مواردو کې د هغوي په زیان تمامیدی شي)

نوموړی وايي، د سفارت او کونسلګریو اړندو مقاماتو ته یې لارښوونه کړې، څو په دې باب زر تر زره د UNHCR او د پاکستان له دولت څخه کره معلومات ترلاسه کړي.

د پاکستان دولت د ملګرو ملتونو د یادې ادارې په مرسته په ۲۰۰۷ میلادي کال کې هغو افغان کډوالو ته چې د ۲۰۰۶ کال په سر شمېرنه کې ثبت شوي وو په پاکستان کې د اوسیدو درې کلن اسناد ورکړل، وروسته بیا دغه موده د ۲۰۱۲ کال تر پایه تمدید شوه،چې لا هم څه باندې یونیم ملیون ثبت شوي کډوال په دې هیواد کې ژوند کوي.

مجيب الرحمان انګار،پیښور
XS
SM
MD
LG