د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

"د افغانستان په ثبات او امنیت کې خپله ګټه وینو"


په کابل کې د بریتانیې سفیر ویلیم پیټې
په کابل کې د بریتانیې سفیر ویلیم پیټې
په افغانستان کې د بریتانیې سفیر وايي، دا چې یو شمېر خلک فکر کوي چې له افغانستان څخه د پوځي قواوو وتل له دې هېواد سره د نړېوالو د ژمنې د پای ته رسیدلو معنی لري، سمه نه ده.

په کابل کې د بریتانیې سفیر ویلیم پیټې د شنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د افغانستان او بریتانیي حکومتونه به د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریکو تړون په یوه مناسبه موقع کې لاسلیک کړي.

ښاغلي پيټي زیاته کړه، له افغانستان سره د بریتانیې د اوږد مهالي شراکت تړون، دا څرګندوي چې له دې هېواد سره د دوي علاقمندي، د لنډ مهال لپاره نه دي.

ټاکل شوې، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې نړېوال ځواکونه له افغانستان څخه ووزي او د امنیت ټینګولو مسولیت د افغانستان کورنیو ځواکونو ته وسپاري.

د بریتانیې سفیر وايي، چې هېواد به یي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره مرستې ته متعهد وي:

(موږ به د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره مرسته کوو، چې په ښه کېفیت د امنیت ټينګولو او له هر امنیتي تهدید سره چې افغانستان مخامخ کيږي، د مقابلې توان پيدا کړي.

موږ همدا راز غواړو، چې د سرمایه ګذارۍ له لارې خپلې اړیکې ټینګي وساتو او له مالي پلوه د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړو.)

په کابل کې د بریتانیې سفیر زیاته کړه، چې دوي په راتلونکې یوه لسیزه کې له افغانستان سره په لوړه سطحه د پراختیايي پروژو په برخه کې مرستې ته متعهد دي.

د بریتانیې سفیر وویل، چې د دوي مرستې له افغانستان سره هیڅ بل مقصد نه لري او دوي د افغانستان په ثبات او امنیت کې خپله ګټه ویني.

د بریتانیې سفیر ازادۍ راډیو ته وویل، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د دوي یو شمېر پوځي افسران د افغانستان د ځواکونو د روزنې لپاره په دې هېواد کې پاتې شي خو دا افسران به په جګړه کې برخه نه اخلي.

د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژيکو همکاریو د تړون په سر یوه عمده بحث په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د دایمي پوځي مرکزونو څرنګوالی دی.

لکه څرنګه چې ویل کېږي، په نږدې راتلونکې کې به له بریتانیې سره هم د اوږدې مودې ستراتیژیکو اړیکو تړون لاسلیک شي، خو ایا بریتانیه هم د اوږدې مودې ستراتیژیکو همکاریو د تړون لپاره امریکا ته ورته غوښتنې لري؟

په کابل کې د بریتانیې سفیر ویلیم پيټي د ازادۍ راډیو د خبریال د دې پوښتنې په ځواب وویل:

(موږ په افغانستان کې پوځي مرکزونه نه غواړو، البته واضح ده چې هغه افسران چې د روزنې لپاره پاتې کېږي یو ځای ته اړتیا لري، هغوي ته به ځای پيدا کوو خو د پوځي مرکزونو په څير به نه وي.)

د بریتانیې سفیر وویل، چې د امریکا او بریتانیې حکومتونه دا نه غواړي چې په سیمه کې د خپل قدرت څرګندولو لپاره له افغانستان څخه استفاده وکړي بلکه د اوږدې مودې ستراتیژیکو همکاریو له تړون څخه د دوي هدف د افغانستان ملاتړ دی.

د افغانستان په ثبات کې دې ګاونډیان همکاري وکړي

همدا راز د بریتانیي سفیر د ایران او پاکستان په شمول د افغانستان له ګاونډیو غوښتنه وکړه، چې په دې هېواد کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره همکاري وکړي.

ویلیم پيټي ټینګار وکړ چې، په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولو ګاونډیانو په ګټه ده.

ښاغلي پیټي پرون له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې داسې شواهد شته چې، د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د ایران د مرستو څرګندونه کوي.

د بریتانیې سفیرهمدا راز له افغانستان سره د خپل هېواد، د ستراتیژیکو همکاریو د تړون پر اهمیت ټینګار وکړ.

ویلیم پيټي زیاته کړه، د ستراتیژیکو همکاریو د تړون لاسلیک په سیمه کې موږ د حضور ټینګول نه بلکه له افغان حکومت سره د امنیت په تامین کې مرسته کول دي.
XS
SM
MD
LG