د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

کرزی:افغانانو ته په فردي ډول د امنیت فضا نه ده رامنځ ته شوی


ولسمشرحامد کرزي د امریکا له سي ان ان ټلویزیون سره په یوه مرکه کې چې نن ( یکشنبې ) به خپره شي ویلي، چې سره له دې چې په افغانستان کې سیاسي ثبات پيدا شوی دی، خو افغانان په ورځني ژوند کې د شخصي امنیت احساس نه کوي.

ولسمشر کرزي د سي ان ان ټلویزیون په ځانګړې خپرونه (جي پي اس) کې له خبریال فرید ذکریا سره په مرکه کې ویلي، چې نړېوال ایتلافي ځواکونه او افغان حکومت په تیرو لسو کلونو کې وتوانیدل چې په دې هېواد کې سیاسي ثبات رامنځ ته کړي خو ناټو، امریکا او افغان حکومت په دې نه دې بریالي شوي چې افغانانو ته په فردي ډول د امنیت فضا رامنځ ته کړي.

اسوشیټیډ پریس د ولسمشر په حواله لیکلي، چې ځواکونه په دې توانیدلي دي چې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو تحرکات او فعالیتونه پڅ کړي، خو دا لا نه شي ویلای چې جګړه یې ګټلې ده.

ولسمشرکرزي ویلي، د دې تاییدولو لپاره باید یو څه انتظار وشي تر څو د افغانستان خلک زموږ د فعالیتونو د نتایجو، لا زیات امنیت او سولې شاهدان شي.

ولسمشرحامد کرزی سي ان ان ته ویلي چې، د افغانستان حکومت به د طالبانو لپاره د یوه سیاسي دفتر د رامنځ ته کېدو ملاتړ وکړي، ترڅو افغان چارواکي او نور دخیل اړخونه په دې هېواد کې د روانې جګړې د یوه سیاسي حل د پيدا کولو لپاره ریښتونې او ګټورې خبرې وکړي.

د ولسمشر کرزي په وینا، د یوه سیاسي دفتر د پرانیستلو لپاره د طالبانو پریکړه د سولې له خبرو سره د هغوي د علاقمندۍ څرګندونه کولای شي.

ښاغلي کرزي سي ان ان ته ویلي، د دې لپاره چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دی، نو د پاکستان له همکارۍ او مرستې پرته، د ریښتینې سولې ټینګولو لپاره هڅې د قناعت وړ نتایج نه شي لرلای.

ولسمشرحامد کرزي په همدې مرکه کې له امریکا سره د اوږد مهالو ستراتیژیکو اړیکو د سند د لاسلیک په اړه وویل چې، دواړه هېوادونه لا هم د مذاکرو په حال کې دي او پردې خبرې کوي چې، څومره امریکايي عسکر به تر ۲۰۱۴کال وروسته په دې هېواد کې پاتې کېږي.
XS
SM
MD
LG