د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

پیټي: ایران نه یوازې افغانستان، بلکې د سیمې امن ته ګواښ دی


په کابل کې د انګلستان سفیر ویلیم پیټي.
په کابل کې د انګلستان سفیر ویلیم پیټي.
په کابل کې د بریتانیې سفیر وایي، چې دوی ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاس وهنې نه تورنوي، بلکې دوی په مستقیم ډول د ایران هغه وسلې او مهمات نیولي، چې د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته استول شوي وو.

ویلیم پیټي د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د ایران دا کار نه یوازې په افغانستان کې د سولې او امنیت په زیان دې بلکې د سیمې امنیت هم ګواښوي.

ښاغلي پیټي وویل، که څه هم دوی دا مساله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم راجع کړې، خو ایران ته یې وینا دا ده، چې له دې لاس وهنې څخه دې ډډه وکړي او د سولې او ثبات په ټینګښت کې دې د افغانانو ملاتړ وکړي.

″موږ ایرانیان لاس په لاس نیولي، چې طالبانو ته یې توغندي وړل او دا هغه څه دي، چې موږ پرې باوري یو. موږ دا مساله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم راجع کړې او خپله مو مستقیم پوځي اقدام هم کړې، څو وسله والو مخالفینو ته د ایران د پوځي مرستو مخه ونیسو.

د دې ترڅنګ موږ ایران ته دا هم ویلي، چې دا ستاسو په ګټه نه ده او دا به ښه وي، چې د وسله والو مخالفینو د ملاتړ پر ځای د افغان دولت ملاتړ وکړۍ.

له طالبانو د ایران مرستې:

تر دې مخکې په کابل کې د امریکا سفیر هم ویلي وو، چې ځینې اسناد او شواهد په لاس کې لري، چې د ایران په لاس وهنې او وسله والو مخالفینو ته د ایران په پوځي او مالي مرستو دلالت کوي.

ناټو ځواکونو اوس اوس دا رپوټونه هم تایید کړي، چې ایران د افغانستان په ځینو سیمو کې وسله والو مخالفینو ته د الوتکو ضد توغندي هم ورکړي، څو روانه جګړه لا پیچلې کړي.


موږ د ایران له خوا طالبانو ته د وسلو او په تیره بیا د یو سل او شل ملي میټري توغندیو د ورکړې په اړه هم تحقیقات کوو.

جکوبسن

د ایساف ځواکونو ویاند جنرال جکوبسن ازادۍ راډیو ته ویلي، چې دوی غواړي د ایران له خوا وسله والو مخالفینو ته د توغندیو د ورکړې مساله په جدي توګه تعقیب کړي.

″موږ د وسلو له نړیوال مارکیټ څخه، چې طالبان ترې وسلې ترلاسه کوي، تولې لارې په دقت سره څارو او غواړو د ایران په اړه هم مخکې له دې، چې کومه تبصره وکړو، شواهد ترلاسه کړو.

موږ د ایران له خوا طالبانو ته د وسلو او په تیره بیا د یو سل او شل ملي میټري توغندیو د ورکړې په اړه هم تحقیقات کوو.″

نیول شوي مهمات:

که څه هم افغان حکومت په دې اړه تراوسه خاموشه دی، خو ځینو افغان امنیتي ادارو او د هیواد په لویدیځ کې امنیتي چارواکو څو څو وارې رسنیو ته داسې ماینونه او نور مهمات ښودلي، چې د ایران له خوا د افغان وسله والو په واک کې ورکړل شوي.

افغان کتونکي د افغانستان په وړاندې د ایران او پاکستان وروستیو اقداماتو ته، چې د ناټو د هوایي حملې او د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د فضایي تیري په وړاندې یې کړي د دغو هیوادونو په وړاندې د افغان حکومت موجوده کړنلاره ناسمه بولي.

دوی سپارښتنه کوي، چې د دوی په څیر افغان حکومت هم باید خپلې اندیښنې له دوی سره شریکي او د ستونزو د حل لپاره هلې ځلې وکړي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG