د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

″ګلنازه باید په خپله د خپل راتلونکي پرېکړه وکړي″


د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د ښځو د پروګرامونو همغږې کوونکې لطیفې سلطاني
د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د ښځو د پروګرامونو همغږې کوونکې لطیفې سلطاني

ګلنازه هغه میرمن ده، چې د ترور د زوم له خوا یې ورباندې جنسي تیری شوی، هغه په زندان کې له دوه کاله تیرولو وروسته د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې له زندان نه خوشې کړای شوه.

د بشر د حقونو خپلواک کمیسون وایي، چې باید د ګلنازې آزادي ورنه وانخیستل شي.

د دغه کمیسون د ښځو د پروګرامونو همغږې کوونکې لطیفې سلطاني د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل، چې باید ګلناز ته د قانون له مخې حق ورکړل شي، څو د خپل راتلونکي ژوند په هکله په خپله پرېکړه وکړي.

میرمن سلطاني د ګلنازې د خوشې کېدو په هکله د ولسمشر کرزي د فرمان هر کلی وکړ او ویې ویل:

″له زندان نه د میرمن ګلناز د خوشې کیدو په اړه د ولسمشر د فرمان صادرول د کمیسون له لوري کومه ستونزه نه ده؛ خو که د ولسمشر دغه فرمان د یو شرط پر اساس ایښودل شوی وي، یعنې دا چې ګلنازه باید له خپل تیري کوونکي سره واده وکړي، بیا د کمیسون له لوري یو غیر قانوني کار دی، ځکه د افغانستان د اساسي قانون له مخې هیڅوګ نه شي کولای، چې د چا شخصي آزادۍ ورنه واخلي.″

وروسته له هغې چې په ګلنازې باندې د هغې د ترور د زوم له خوا تیری وشو، نو د زنا په تور زنداني شوه.

هغې دوه کاله په زندان کې تیر کړل، چې تیره اوونۍ د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې له زندانه خوشې کړای شوه.

د افغانستان د عدلیې وزارت وایي، چې ګلنازه د کوم شرط له مخې نه ده خوشې شوې.

د دغه وزارت ویاند فرید احمد نجیبي آزادۍ راډیو ته وویل، چې حکومت ګلنازه دې ته نه مجبوروي، چې له شیر محمد سره چې په دې باندې یې جنسي تیری کړی او اوس په زندان کې دی واده وکړي.

″په فرمان کې هیڅ کوم شرط او الزام په ګلناز باندې نه دی راغلی، صرف رییس صاحب جمهور فرمان صادر کړی، چې دا باید خوشې شي او دا فرمان باید د عدلیې او لویې څارنوالی له خوا پلی کړای شي.

دا شرط مخکې هغې په خپله په جرګه کې ایښی و، چې که د فامیل خور زما له ورور سره واده وکړي، نو زه له هغه سره نکاح کوم.

دولت په هغې باندې هیڅ کوم ډول فشار نه راوړي، په خپله د ګلنازې اراده موږ ته مهمه ده او دا دهغې خپل کار دی، چې مني یې او که یې نه مني.″

ګلنازه اوس په کابل کې د امن په خونې کې له خپلې لور سره شپې او ورځې سبا کوي، هغه وايي، چې د خپلې ترور له زوم نه کرکه لري، خو بیا هم د دې لپاره چې د کورنیو تر منځ یې کومه شخړه رامنځ ته نه شي غواړي له هغه سره واده وکړي.

″هر څه چې کیږي، زه غواړم له هغه سره نکاح وکړم، که ظلم راباندې شوی او که زیاتی، خو زه غواړم، چې لور مې هم سرپرست او پلار پیدا کړي، خو داسې ونه شي چې لور مې همداسې یتیمه پاتې شي.″

داسې نیوکې شته، چې ګواکې د مسوولو بنسټونو له خوا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو سره سره؛ بیا هم د دوی په وړاندې تاوتریخوالی مخ په ډیریدو دی.

د بشر د حقونو خپلواک کمیسون د روان کال په نیمايي کې په خپل یو رپوټ کې وېلي وو، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زر پیښې له دوی سره ثبت دي، حال دا چې د رپوټونو له مخې تیر کال په ټول کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یواځې دوه زره او اوه سوه پیښې له دوی سره ثبت وې.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG