د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

لاس پلورونګي: ښاروالۍ دې موږ ته اول ځای وټاکي بیا مو دې له دې ځایه وشړي


د کابل په ښار کې د سړک د څنډو سوداپلورونکي، د لاس ګاډو او تبنګونو خاوندان شکایت کوي، چې حکومت باید د ښار له پاکولو دمخه دوی ته ځایونه ټاکلې وای.

د کابل ښار څو مرکزي سیمې، لکه پل باغ عمومي، ده افغانان، مرادخاني، پل خشتي، سرچوک، شوربازار، چنداول، سیماپامیر او داسې نورې هغه سیمې دي، چې هر راز سودا په کې د سړک پرڅنډو، په غرفو، لاس ګاډو، تبنګونو او د خلکو په لاسونو کې په اسانۍ سره ترلاسه کېږي.

په دې سیمو کې د خلکو او موټرو دومره ګڼه ګوڼه وي، چې ترافیک او موظفین یې هم په اسانۍ سره نه شي کنټرولولی.

دې سیمو ته که څوک نابلده ورشي، د چا خبره په ګڼه ګوڼه کې ترې ځان ورک شي.

خو د کورنیو چارو وزارت، د ترافیکو عمومي ریاست او کابل ښاروالۍ د یو ګډ پروګرام له مخې اقدام وکړ، چې کابل ښار له دې ګڼه ګوڼې پاک کړي.

نن «شبنه» د دې عملي اقدام اومه ورځ ده، د ښار ډېرې سیمې له دې ګڼه ګوڼې پاکې شوي، خو سودا پلورونکي وایي:

دلته راټول شوي لاس پلورونکي، کراچي وانان، او د سړک پر غاړو ناست ټول غریب خلک دی، د همدې لارې یې د کور خرڅ ګټلو، اوس وزګار او له سختو ستونزو سره مخ دی.

د دې سیمې یوه پلورونکی محمد انور ازادي راډیو ته وویل:

″موږ غریب خلک یو، دا بازار وتړل شو، څه وکړو ماشومان لرو، کار نشته، سپین ږیري یو، په ملی اردو کې هم نه شاملیږو، بله دا چې دلته ارزاني وه، یو سېر پالک به موږ په شل افغانۍ پلورل په دکانونو کې په پنځوس دي، ټولو ته ښه وه. موږ چېرته لاړشو.″

د کابل ښار او اوه نورو لویو ښارونو د پاکولو کمپاین څه باندې اوه ورځې کېږي، چې پیل شوی او په جدي توګه پلی کېږي.

ځیني ښاریان وایي، د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ باید له دې اقدام څخه دمخه دوی ته د ښار په نورو سیمو کې ځایونه ټاکلې وای.

یوتن فیض اله نومي ازادي راډیو ته وویل:

″دا خوارغریب خلک وو، بیکاري او غریبي به ترې غله جوړ کړي، باید اول د دوی د ځای غم وخوړل شي، بیاله دې ځایه وشړل شي.″

خو افغان چارواکي وایي، په دې پریکړه پوره غور شوی او ټول اړخونه یې په پام کې نیول شوي دي.

په دې اړه د کابل ښاروالۍ د تنظیف رییس ښاغلی نثار احمد حبیبي غوریاني ازادي راډیو ته وویل، د کورنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ تاکېد وکړ، چې پیل شوی پروګرام دې په جدي توګه پلی شي. حبیبی وویل:

″د اوو ورځو کمپاین ښه نتیجه ورکړې، دوی په مختلفو ناحیو کې ځایونه په نښه شوي، هلته به له دې هم ښه فعالیت وکړي، د دوی ستونزې په پام کې نیول شوي دي، خو وروسته له دې به چاته اجازه ورنه کړل شي، چې په جادو او سړکونو دې سودا وپلوري او ترافیکي نظم دې ګډوډ کړي.″

په دې سیمو کې به د هرې سودا لکه غوښو، سبو، وچو او لمدو میوو او داسې نورو پلاستیکي سودا ګانو پاتې شونې تل پر سړک پراته او لارې به یې بدرنګه کړي وې.

په ځینو ځایونو کې د سړک په غاړو د ښوروا، وریجو، ډول ډول کبابونو، مونتو او داسې نورو ډیګونه پخېدل، لاس په لاس به خلکو اخیسته، پرسړک به ورته کېناسته او خوړل به یې.

خو اوس په دې سیمو کې دا د سړک د سر رستورانټ ګوټي نه ښکاري.

ځیني ښاریان بیا د حکومت اقدام ستایي او وایي، چې دا کار به د ښاریانو ستونزې لیرې او د ښار سړکونه او واټونه له ککړتیا پاک شي.

″۱- ښار په یوې ناولې سیمې اوښتی و، ډېر ښه کار وشو.
۲- پخوا دلته ډېره ګڼه ګوڼه وه، خلک په تکلیف وو، اوس ښه دی ستونزې لیرې شوي.″

ځیني خلک دا هم وایي، د سړک د سر سوداګانې له مارکېټونو او دکانونو څخه ارزانې وې، که دا بازارګوټۍ وتړل شي. غریب به له ستونزوسره مخ شي.

کارپوهان وایي، له دې اقدام سره، حکومتي ادارو ته په کار ده، چې په دکانونو کې د مواد او اجناسو پر بیو کنټرول جدي کړي.

د کورنیو چارو وزارت له یادو ارګانونو سره یوځای یو ځلی مخکې هم ورته اقدام کړی و، خو نتیجه ورنه کړه.

دا چې داځل دا اقدام څومره جدي او څومره دوام کوي، دا به هم معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG