د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

سعيدي: د امریکا استخباراتي الوتکه په فراه کې لوېدلې وه نه په ایران کې


ښاغلي سعیدي وویل، چې ایران له دې موضوع نه پر افغان حکومت د یوه فشار په توګه کار اخلي.
ښاغلي سعیدي وویل، چې ایران له دې موضوع نه پر افغان حکومت د یوه فشار په توګه کار اخلي.
د ایران په خاوره کې د یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د موندلو په اړه د روانو بحثونو په لړ کې ځینې کتوونکي ادعا کوي؛ چې دغه الوتکه په ایران کې نه بلکې د افغانستان په یوې سرحدي سیمې کې رالویدلې او بیا ایران ته وړل شوې.

د سیاسي چارو یو تن افغان کارپوه احمد سعیدي همداراز وايي، چې دغه الوتکه د پاکستان له شمسي اډې نه چې په دې وروستیو کې تړل شوې ده، الوتې وه او د فراه په یوې سرحدي سیمې کې د تخنیکي عوارضو له امله لویدلې وه.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې څو تنو دغه الوتکه په موټر کې ایران ته اړولې او د دې هیواد په مسوولینو یې په پيسو پلورلې.

سعیدي وویل، له دې امله چې الوتکه په موټر کې سمه نه ځاییدله، پلورونکو یې یو وزر هم ترې پرې کړی و.

نوموړي په دې ازادي راډیو ته اړه وویل:

″نړۍ باید اول د دې پوښتنه وکړي، چې ایران په افغانستان کې هر کال سل سل ځلې مداخله کوي، بمونه لیږي او نورې لاسوهنې کوي. ایران ادعا کړې، چې دا الوتکه د افغانستان له هوا نه راغلې او د ایران په حریم یې تیری کړی دی.

هغه معلومات چې زه لرم، قضیه داسې ده، چې دا الوتکه د فراه په یوې سرحدي سیمې کې د تخنیکي عوارضو له امله رالویدله وه او څو تنو وطن پلورونکو بیا ایران ته اړولې وه او اوس ترې ایرانیو چارواکو یوه ننداره جوه کړې ده.″

ښاغلي سعیدي وویل، چې ایران له دې موضوع نه پر افغان حکومت د یوه فشار په توګه کار اخلي.

هغه څه چې نوموړی یې ادعا کوي، تراوسه افغان او یا هم په افغانستان کې د میشتو ناټوځواکونو چارواکو نه دي تایید کړي.

خو چارواکو تراوسه پورې د یادې بې پیلوټې الوتکې د راغورځیدو د پيښې په اړه ډیر جزیات هم نه دي ورکړي.

ایرانیو چارواکو په خپلې خاورې کې د دې الوتکې د راغورځولو راپور څو اونۍ مخکې ورکړ.
ایران ادعا کوي، چې دغې استخباراتي الوتکې له افغانستانه الوتنه کړې ده.
ایران ادعا کوي، چې دغې استخباراتي الوتکې له افغانستانه الوتنه کړې ده.

افغان چارواکو تایید کړې، چې د ایران حکومت په یوه یادښت کې دغه پیښه د افغانستان له خاورې نه په ګټې اخیستنې سره د ایران په هوايي حریم تیری بللی او له افغان چارواکو یې غوښتي، چې د دارنګه پيښو مخنیوی وکړي.

د جمهور رییس ویاند ایمل فیضي ازادي راډیو ته وویل، چې افغان حکومت به دغه موضوع وڅيړي:

″د جنګ په حالت کې د داسې پيښو امکانات ډير دي. خو لکه څرنګه چې ولسمشر کرزي په خپل وروستي کنفرانس کې یاده کړه، د افغانستان حکومت په دې اړه تراوسه دقیق معلومات نه لري، چې ګواکې دا الوتکه دې له افغانستان څخه د ایران فضا ته ورغلي وي، البته د پیښې په اړه تحقیقات روان دی.

خو هغه څه چې موږ پرې تایید کوو، هغه دا دي، چې موږ هیڅکله نه غواړو، چې د افغانستان له خاورې نه دې په بل هیواد تیری وشي او یا دې د افغانستان له خاورې کوم ګاونډی هیواد ته خطر پيښ شي.″

د امریکا متحده ایالاتو د یادې بې پیلوټې الوتکې د رالویدو د پيښې د څرنګوالي په اړه ډير جزیات نه دي ورکړي.

د دې هیواد د دفاع وزیر لیون پنیټا به کابل کې وویل، دا داسې عملیات وو، چې نه غواړي په عام محضر کې پرې خبرې وکړي، خو زیاته یې کړه، دا د افغانستان او متحده ایالاتو نه د دفاع لپاره د هغو هلو ځلو یوه برخه وه، چې دوام به وکړي.

له ښاغلي پنیټا سره په ګډ خبري کنفرانس کې جمهور رییس حامد کرزي وویل، هیواد یې نه غواړي د امریکا او ایران ترمنځ اختلافاتو کې ښکیل شي.

په عین حال کې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس له ایرانه غوښتي، چې موندلې الوتکه دې ور وسپاري.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG