د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

د استانبول په جوماتونو کې ستر بدلون راروان دي


د ترکې په ستر ښار استانبول کې ښځې په جوماتونو کې خپل حق غواړي، خو سره له دې چې دا ښار نيم په اروپا کې او نيم په اسيا کې دي بيا هم د ښځو له ديني حقونو سره سخت مخالفت روان دي.

قادريه په استانبول کې د مفتي مرستياله د ښځو پر وضعيت له امامانو سره تل بحث کوي.

د دې په وينا په جوماتونو کې د ښځې لپاره بيل شوي ځايونه مناسب نه دي، قادريه وايي، چې د ښځو او نارينه و ځای بايد سره يو رنګ وي:

« کله چې يوه ښځه جومات ته ننوځي هغه د خدای کورته ورځي، نو بايد له دې سره ورته چلند وشي.

د خدای په وړاندې نارينه او ښځينه سره ورته دي دوي ورته حقونه لري او ورته عبادت کوي.»

قادريه هڅې کوي، چې د استانبول په درې زره جوماتونو کې د نارينه او ښځينه و لپاره شرايط يو ډول وي.

له پسرلي راهيسې قادريه له ديرش ډلو سره جوماتونو ته ورغلې څو د ښځو لپاره تسهيلات رامنځته شي، دا وايي چې هرڅه حيرانونکي دي:

« زموږ ډلو ته څرګنده شوه، چې په زیاتره جوماتونو کې د ښځو لپاره تشنابونه نه شته، يا داسې ځايونه نه شته چې تر لمانځه مخکې اودس وکړي.

کوم ځايونه چې د ښځو د عبادت لپاره بيل شوې دي ډير ناولي دي، يا دا ځايونه مخکې تحويلخانې وې، نو د ښځو د عبادت لپاره امکانات محدود دي»

د قادريې له هڅو سره يوازې د استانبول په جوماتونو کې د ښځو د عبادت لپاره بيل شوې ځايونه نه دې پاک شوې دا هڅې هم شوې دي چې هغه پردې چې د نارينه او ښځينه لمونځغاړو لپاره درول شوې وې هغه هم لرې شي.

د استانبول په پوهنتون کې د اسلامي علومو څيړونکې استار ګازادين وايي چې اوسنۍ ښځې پخوانۍ نه دي:

« موږ وينو چې ورځ په ورځ ښځې پوهنتونونه وايي، ډيرې ښځې کارونو ته ځي.

نو دوي اوس د ټولنې چارې سمې ليدلاي شي، پخوا به ډيرې په کورونو ناستې وې، پخواني دودونه به يې کول، ماشومان به يې ساتل، د کور کاربه يې کاوه.

اوس ورځ په ورځ ښځې غواړي چې د جوماتونو په کارونو کې برخه ولري او په توګه غواړي چې د ټولنې برخه وي.»

په استانبول کې ټول هم له دې هڅو سره خوشاله نه دي، د زمان په نوم ورځپاڼه اسلامي موضوعات خپروي او د دې ورځپاڼې مقاله ليکونکي علي باليچ چې د جوماتونو د فعاليتونو په اړه ليکنې کوي، نژدې دوې اونۍ مخکې يې په يوې مقالې کې وليکل دا ويره شته چې دا فعاليتونه د دې لپاره نه وي چې ښځو ته لاره هواره کړي چې له کورونو راووځي، کارونه پيدا کړي او په دې توګه هرڅه د اسلام په چوکاټ کې وکړي.

له دې مقالې سره يو شمېر مسلمانو ښځو عکس العمل وښود، خو
د استانبول په سليمانيه جومات کې ګڼ لمونځغاړي په دې باور دي چې کور د ښځو د عبادت ځاي دي.

د سليمانيه جومات يو مقتدي چې هلته له جومات سره نژدې دوکان لري، وايي:

« زما په فکر د ښځو ځای کور دی، دوي بايد په کور کې عبادت وکړي. جومات وړوکي دی، نارينه لا په کې نه ځايږي. خصوصا د جمعې په ورځ يا د اخترونو په وخت،دا ښه خبره نه ده چې ښځې دلته راشي»

ښځو هم له يو شمېر بدلونونو سره مخالفت څرګند کړی دی، خصوصا د هغې پردې له لرې کيدو سره چې د نارينه او ښځينه لمونځغاړ ترمنځ په جوماتونو کې درول شوې وي، يوې ښځې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل:

« بايد يوه پرده تر منځ وي، نارينه بايد موږ و نه ويني، دا خبره بايد ونه منل شي.

بايد پرده تر منځ وي، دا د ديني غوښتنه ده. ښځې محرم دي او نارينه بايد دوي ونه ويني»

په استانبول کې د مفتيانو مرستياله قادريه وايي، چې لا هم د خلکو د ذهنونو او زړونو د خپلولو لپاره ډيرو هڅو ته اړتيا شته، خو دا ټينګار کوي چې له خپل عزمه به په شا نه شي.
XS
SM
MD
LG