که څه هم لا تر اوسه افغان حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې څرګندونو په اړه چې د سولې د عالي شورا رییس په پاکستان کې د میشتو افغان مهاجرو له خوا وژل شوی غبرګون نه دی ښودلی، خو د سولې عالي شورا وایي چې پاکستان نه شي کولای په دې ډول څرګندونو پر واقعیتونو پرده وغوړوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د سولې د عالي شورا رییس استاد رباني په پاکستان کې د افغان مهاجرو له خوا وژل شوې او دوي نه شي کولای چې مسوولیت یي واخلي.
خو د سولې د عالي شورا مرستیال عطاوالله لودین د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې پاکستاني چارواکي په دې هڅه کې دي ترڅو واقعیتونه پټ او په خپل هېواد کې افغان مهاجرو ته هم نورې ستونزې جوړې کړي:
"که چیرې دوي په دې باور لري چې استاد رباني د افغانانو له خوا وژل شوی، باید په لومړېو ورځو کې یي ویلي وای.
هغه کس چې استاد رباني یي وواژه هویت یې معلوم دی او دلته یې څو شپې هم تیري کړي.
په هیڅ صورت دا پیښه افغانانو پورې تړاو نه لري او نه هم د افغانستان د خلکو په واسطه دا کار شوی، دا مساله د لمر په څیر روښانه ده".
استاد رباني د روان کال د سنبلې یا وږي په میاشت کې د یوه کس له خوا چې ځان یي د طالبانو د کوټې شورا د سولې قاصد معرفی کړی وو او څو ورځې یي په کابل کې د سولې د عالي شورا په میلمستون کې هم تیرې کړې وې په ځان وژونکې حمله کې ووژل شو.
له دې پیښې وروسته افغان حکومت او خلک سخت په غصه شول او ان ولسمشر کرزي له وسلوالو مخالفانو سره د سولې خبرې اترې هم وځنډولې، افغان امنیتي ځواکونو وروسته اعلان وکړ، چې دا کس له پاکستان څخه راغلی وو او د پاکستان له استخباراتي شبکې سره یي اړیکې درلودې.
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني هم د افغانستان په اړه د استانبول په کنفرانس کې ژمنه کړې وه، چې د استاد ربانې د وژنې د پیښې په څیړلو کې به هر راز مرسته وکړي.
دغه راز د افغان حکومت پلاوی چې د همدې موضوع د څیړلو لپاره پاکستان ته تللی وو، د نوموړي هېواد له چارواکو سره تر خبرو وروسته اعلان وکړ، چې پاکستان په دې برخه کی د هر اړخیزې مرستې ژمنه کړې.
خو سیاسي څیړونکي په دې برخه کې د افغان حکومت په ځانګړي توګه د څیړنیزو او استخباراتي څانګو هڅې کمزوري بولي، د سیاسي چارو کار پوه جاوید کوهستاني هم ورته نظر لري او وایي، چې همدا کمزوري او خلاوې د دې لامل شوي چې د استاد رباني د وژنې د پیښې په اړه پاکستان خپل دریځ بدل کړي:
"د پاکستان دا ادعا له دې امله چې زموږ کشفي او استخباراتي ادارې کمزوري او لازم اسناد نه لري حقیقت ته نږدې ده، موږ له پاکستان نه وغوښته چې د استاد رباني د قاتلینو په نیولو کې له موږ سره همکاري وکړي.
زموږ استخباراتي او څیړنیزو ارګانونو دا توان نه درلود، چې په خپلواک ډول د استاد رباني دوسیه وڅیړي او په دې برخه کې پرمختګ وکړي، پاکستان له همدې خلا څخه ګټه پورته کوي".
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د افغان حکومت په ځانګړي توګه د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د ریاست غبرګون هم واخلو خو له ډیرو هلو ځلو سره سره بیا هم ونه توانیدو.
خو افغان حکومت چارواکو له مخکې نه په ډاګه کړې، کوم کس چې په ځان وژونکې حمله کې یي د سولې د عالي شورا رییس استاد رباني وواژه هغه پاکستانی تبعه وو او اړیکې یي هم په نوموړي هېواد کې له وسلوالو طالبانو او استخباراتي شبکو سره وې.
دوي وایي، چې په دې برخه کې لازم اسناد او شواهد په لاس لري او پاکستان حکومت ته یي هم دا ډول اسناد سپارلي دي.
امریکایي چارواکو هم څرګنده کړې، چې پاکستان باید په دې برخه کې له افغانستان سره لازمه همکاري وکړي.