د افغانستان د فوټبال ټیم د جنوبي اسیا د هیوادونو د فوټبال په ټورنمنټ کې د دوهم مقام تر ګټلو وروسته نن دوشنبه بیرته خپل هیواد ته راستون شو.
افغان ټیم له هند سره په پای لوبه کې څلور د صفر په مقابل کې ماته وخوړه او د افغانستان د فوټبال چارواکي وايي، چې د افغان ټیم د ماتې اساسي علت په لوبه کې ناسمه پرېکړه او افغان ګولکیپر له لوبې ایستل وو.
په کابل کې د افغان چارواکو او عامو خلکو له خوا د دې ډلي خورا تود هرکلی وشو.
د دې ټیم کپټن او ګولکیپر حمید یوسفزي د کابل په هوايي ډګر کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې له ریفري سره یې هیڅ عکس العمل نه دی ښوولی او ده ته یې یوه پلمه جوړه کړه.
د فوټبال افغان چارواکي وايي، چې خپل اعتراض به په قانوني ډول تعقیب کړي.