د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

د اقليم د بدلون د مخنيوي لپاره يو سند تصويب شو


د ملګرو ملتونو له خوا د چاپیرل په اړه نن ( یکشنبه ) داسی یوه طرحه تایید شوه چې پر اساس به یې هغه هیوادونه چې ډیر مضره ګازونه تولیدوي ټول یو ډول مقرارت مراعات کړي.

که چرته دا تړون د پلان له مخې په ۲۰۱۵ کال کې تصویب شي نو له دوه زره شلم کاله به د اجرا وړ وي او د چاپیرل د اقلیمي بدلون پر ضد به د لومړنۍ وسيلې حیثیت ولري .

هغه سند چې وروسته له څوارلس ورځنيو تودو بحثونو د یکشنبي په ورځ لاسلیک شو د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د کنوانسیون په چوکاټ کې تصويب شو. په دې غونډه کې همدا شان د شنه چاپېريال په نوم یو صندوق هم جوړ شو چې هدف یې تر دوه زره شلم میلادي کاله پورې د بېوزلو او هغو هېوادونو سره چې له طبیعي افاتو سره مخامخ شوي د مرستې لپاره په کال کې د سل میلونه ډالرو راټولول دي.

د دې بنیاد د جوړولو وړانديز په دوه زره نهم میلادي کال کې په کوپنهاګن کې شوی و.

د افریقا د بهرنیو چارو وزیر مایتي نکوانا چې ددې هیواد په دوربن ښار کې یې ددې غونډې مشري کوله وویل ، زما په اند هغه څه چې مو په دوربن ښار کې تر لاسه کړي زموږ د راتلونکې په ژغورنه کې به مهم رول ولوبوي .
دا سند د یکشنبي په ورځ د یو سلو څلور نوي هیوادونو تر منځ تر تودو بحثونو وروسته تصویب شو .

په دې خبرو اترو کې تادو بحثونو ددې څرګندونه کوله چې څو هیوادونو د سون موادو د تصفیې د لګښت او د مضره ګازونو د کمولو په اړه اندیښه درلوده .

په ملګرو ملتونو کې د چاپيریال د ادارې مشرې، کریستینا فیګوریس د دې سند پر تصویبېدو خوشالي وښوده او د خپل تويتر به پاڼه کې یې د جنوبي افریقا د پخواني ولسمشر نیلن مندیلا دا خبره رااخیستې وه چې، تر هغه وخته چې یو کار تر سره شي ناشوني ښکاري خو دا کار اوس تر سره شو .

د هند د چاپیرل وزیر یایانتی ناتاراجان چې هیواد یې یو له هغو هیوادونو نه دی چې ډیر مضر ګازونه تولیدوي ددې سند د تصویب په عکس العمل کې وویل:

”دا ښه بریالیتوب وو او موږ په دې خوشال یو چې له بیلابیلو نظرونو سره مو داسی یولوی پرمختګ ته لاره پیدا کړه . ما او نورو له ځانه انعطاف وښود . موږ له دی خوشاله یو چې داسې یوه بریا مو په برخه شوه”

دهغو څیړنو له مخې چې د جرمني څیړنکو له خوا شوی اقلیم رو رو د بدلو ن خواته روان دی او تودوخه به دری اعشاره پینځه درجې لوړ ه شی . چې دا به اقلیم کې د وچکالی او د ګنګلونو د اوبه کیدو او د سیلاونو او سمندر د اوبو د سطحې د لوړیدو سبب شی او د میلیونو انسانانو ژوند به له خطر سره مخامخ کړي .
XS
SM
MD
LG