د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۲۹

د FBI د برمته شوي مامور ويډيو خپره شوه


د امریکا د ایف بي اۍ پخوانى ایجنټ رابرټ لیوینسن
د امریکا د ایف بي اۍ پخواني ایجنټ رابرټ لیوینسن ، چې څلور کاله مخکې په ایران کې تری تم شوی کورنۍ يې هغه ویډیو خپره کړه چې دوی وايي یوکال مخکې یې تر لاسه کړې ده.

په دې ویډیو کې رابرټ لیوینسن څرګندېږي چې د نامعلومو برمته کوونکو له خوا یرغمل شوی دی .

د نوموړې میرمنې کریسټن د ازادۍ راډیو خبریالې ګلناز اسفندیاري ته په یوه مرکه کې ویلي چې د خاوند برمته نیونکیو یې تر اوسه کومه غوښتنه نه ده کړې.

کله چې له کریسټین څخه وپوښتل شول چې ولې دې اوس پریکړه وکړه چې د خپل خاوند هغه ویډیو چې یو کال مخکې ورته د برمته نیوونکو له خوا په ایمیل استول شوې وه خپره کړي نو هغې وویل :

”موږ هڅه وکړه چې له دې ډلې سره چې زما خاوند یې نیولى تماس ونیسو او معلومه کړو چې د نوموړي د راخوشې کیدو لپاره باید څه وکړو، خو کوم ځواب مو ترلاسه نه کړ . موږ بیا بیا هڅه وکړه خو اوس مو دا لاره غوره وبلله چې د خپلې کورنۍ پیغام له دې ویډیو سره یوځای خپور کړو هیله من یو چې له دې لارې به راسره برمته نیوونکي تماس ونیسي او موږ به وکولی شو چې زما خاوند سلامت او ژر کور ته راستون کړو”

ازادي راډیو خبریالې له نوموړې وپوښتل چې ایا دا د هغو کسانو په اړه هیڅ نه پوهیږي چې د دې خاوند یې یرغمل کړي چې د خوشي کیدو په بدل کې یې څه غواړي ؟

د امریکا د ایف بي اۍ پخواني ایجنټ رابرټ لیوینسن میرمنې کریسټن په ځواب کې وویل ، نه په دې هیڅ نه پوهیږو چې موږ څنګه کولی شو هغه راخوشې کړو .

هغې په ویډیو کې د خپل خاوند د ظاهرې وضعې په اړه وویل چې په ویډیو کې نوموړى روغ ښکاري البته یو څه ډنګر شوی دی، یو څه ستړی ښکاري خو زه خوشحاله شوم چې هغه ژوندی دی .

د ازادي راډیو خبریالې له مېرمن کریسټین وپوښتل داسې ښکاري چې هغه اوس په ایران کې چیرې چې نیول شوی و، راپورونه داسې څرګندوي چې ښايي نوموړی له ایران څخه افغانستان یا پاکستان ته انتقال شوی وي .

د رابرټ لیوینسن میرمن وايي:

”زه په دې هیڅ نه پوهیږم چې نوموړی اوس چیرې دی او ستونزه په همدې کې ده. موږ نه پوهیږو چې نوموړی کومې ډلې نیولی دی او چیرې یې ساتلی دی . دا سیمه د نړۍ ستونزمنه سیمه ده او موږ هیڅ معلومات نه لرو“

د ایف بي اى د دې پخواني ایجنټ رابرټ لیوینسن میرمنې کریسټن وویل، زه باور لرم چې د ایران حکومت له موږ سره مرسته کولی شي چې زما خاوند پیدا کړو، نوموړې زیاتوي کله چې محمود احمدي نژاد په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو په عومي اسمبلۍ کې د ګ‌ډون لپاره ورغلی وو نو ویلي یې وو چې غواړي ددې د خاوند په موندلو او خوشې کولو کې مرسته وکړي .

کریسټین وايي دا هیله لري چې محمود احمدي نژاد به خپله ژمنه پر ځای کړي . همدارنګه که بل څوک هم زما د خاوند په خوشې کولو کې ماسره مرسته کولی شي موږ ترې د مرستې هیله کوو .

نوموړي وايي خلک له دې سره خپل معلومات دلته شریکولی شي . همدارنګه د برمته شوي ویډیو او د کریسټین پیغام هم په دې ویب پاڼه کې کتلی شئ .

www.helpboblevinson.com
XS
SM
MD
LG