د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۸

پيلې: په ٢٠١١م کال کې د ديکتاتورو رژيمونو خلاف اعتراضونه وشول


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنره ناوې پیلې
نن د بشري حقونو نړیواله ورځ ده او له ۱۹۴۸ کال راهیسي چي د ملګرو ملتونوعمومي اسمبلۍ د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تصویب کړې، هر کال دا ورځ د نړۍ په هیوادونو کي لمانځل کیږي.

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه چي په دېرشو مادو کي د دويم نړیوال جنګ د ظلمونو او ناخوالو وروسته تصویب شوې وه، د انسانې کرامت او د ټول بشریت د مساوي حقونو پر اساس یي د لومړي ځل لپاره په نړیواله سطحه بشري حقونه په رسمیت وپیژندل.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنرې ناوې پیلې ددغې اعلامیې د ۶۳ مې کلیزی په مناسبت وینا کي وویل، په ۲۰۱۱ کال کي بشري حقونه د ټولنیزو رسنیو له لارې د نړۍ مختلفو برخو ته پراخ شوي او خلکو د ډیکټاتوریو پر ضد اعتراضونه کړیدي.

پیلې د عربي هیوادونو پاڅونونو ته په اشارې سره وویل، په روان کال کی په عربي هیوادونو کي د قدرت بدلون رامنځ ته شو. عادي نارینه و او ښځو او حتی کوچنیانو، د ټولنیزي میډیا او انټرنټ له لارې د ظالمو رژیمونو پر ضد مقابله وکړه.
“ په یاد لرۍ، اعتراضونه او د حکومتونو له خوا ټکوونې له دي وروسته پټې نه پاته کیږي او دا ځکه مونږ ټولنیزې خبرې رسنۍ لرو چی دا پښې څارې او راپورونه یی خپروي. مونږ د عربود سپرلې په جریان کي دا پیښې وکتلې. که څه هم چي نړیوالې خبرې رسنۍ په ډیرو دغو سیمو کي له صحنې ایستل شوې وې، خو خبرونه په مستقیم ډول د ټولنیزو خبري رسنیو له لارې مونږ ته رسیدل”.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنره وایي، حکومتونه له دي وروسته د معلوماتو د سانسور او تحریف توان نلري .
XS
SM
MD
LG