نن په نړۍ كې د بشري حقونو نړيواله ورځ ده، په كوټه كې د وركو بلوڅو د اتحاديې له خوا په دې ايالت كې د بشري حقونو ضد اعمالو په خلاف يوه ستره احتجاجي مظاهره كړې او ويلي يې دي چې له تېر كاله راهيسې په دې ايالت كې د دوى د ۳۲۰ تنو وركو بلوڅو مړي يې موندلي دي.
دوى د بشري حقونو له نړيوالې ادارې او ملګرو ملتونو څخه د دوى د نورو زرګونو وركو خلكو د موندلو غوښتنه كړې ده.
د شنبې په ورځ په كوټه كې سلګونه بلوڅ ځوانان او پېغلې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې د لمانځلو په نيت سړكونو ته را وتلي وو او له ځانه سره يې شعارپاڼې لېږدولې چې د بشري حقونو ضد اعمالو د درېدو، د خپلو وركو خلكو د موندېدو او په بلوچستان كې د پوځي عملياتو د پاى ته رسېدو غوښتنې يې پر ليكلې وې.
دغه مظاهره د بلوچ مسنګ پرسنز يا (د وركو بلوڅو د اتحاديې) له خوا وشوه، چې د ښار پر بېلابېلو سړكونو يې لاريون وكړ او شعارونه يې وركړل.
مظاهرې ته په وينا كې يوې پېغلې ادعا وكړه، چې تر اوسه پورې څوارلس زره بلوڅ ځوانان او ماشومان په مرموزه توګه تښتول شوي او تري تم دي، چې د دوى په وينا د پاكستان د استخباراتي ادارو له خوا تر شكنجو لاندې دي او له هغوى څخه يې له تېر كاله راهيسې د ۳۲۰ تنو خراب شوي مړي موندل شوي دي:
″هره ورځ د بلوڅو ميندو زامن تښتول كېږي او وروسته يې مړي پر دښتو غورځول كېږي، له لسو تر دوولس كلنۍ پورې ماشومان هم تښتول كېږي او د ځناورو غوندې شكنجه كېږي او مړي يې غورځول كېږي، مړي يې داسې خراب وي، چې پر بدنونو يې په زښت زيات غيرانساني ډول د وهلو ټكولو نخښې وي، د بدن غړي ورڅخه غوڅ شوي وي، بدنونه يې سوري- سوري وي، زړونه او سږي يې ځنې كښلي وي او څرمنې يې ورڅخه اړولې وي.″
يوې بلې بلوڅې پېغلې چې ورور يې ژوندى ورك دى، احتجاجي مظاهرې ته په وينا كې وويل، چې په دې هېواد كې د ډيموكراسۍ، خپلواك پارلمان او د خپلواكې محكمې ادعاوې د خلكو په سترګو كې خاورې اچول دي، ځكه چې وايي، پر وروڼو يې بشري ضد ظلمونه كېږي:
″زه د بشري حقونو له سازمان او ملګرو ملتونو غوښته كوم، چې د خداى لپاره زموږ فرياد واورئ او زموږ د نازوليو په راخوشي كولو كې زموږ مرسته وكړئ، موږ خويندې او ميندې نن په دې دومره يخ كې د خپلو وركو خپلوانو لپاره احتجاج كوو، چې د استخباراتي ادارو په توقيف ځايونو كې تر شكنجو لاندې دي.
تېر كال زموږ صدارعظم صاحب ويلي وو، چې سږ به موږ له خپلو وروڼو سره اختر تېروو، تر هغه وروسته څو اخترونه تېر شول، خو موږ خپل وروڼه ونه ليدل، مګر د هغوى خراب شوي مړي مو تر لاسه كړل.″
د وركو بلوڅو د اتحاديې مشر نصرالله بلوڅ مظاهرې ته په وينا كې د پاكستان اوسنى مركزي او د بلوچستان ايالتي حكومتونه ملامت وبلل، چې وايي، د دوى د وركو خلكو د موندلو لپاره د محكمې كمېسونونه جوړ كړي دي، خو تر اوسه پورې يې هيڅ ورك بلوڅ نه موندلى او نه يې محكمې ته وړاندې كړى دى:
″موږ له نړيوالې ټولې په كلكه غوښتنه كوو، چې په بلوچستان كې د پوځ، ملېشه وو او استخباراتي ادارو له خوا بلوڅ وژنه دوام لري او تر ننه پورې هيڅ كمى پكې را نغى، د دې مخه دي ونيول شي، د پاكستان تش په نامه جمهوري حكومت خو بيا بيا ادعاوې كوي، چې په بلوچستان كې نه څوك تښتول شوي او نه وژل شوي دي، خو موږ وايو، چې دغه حكومت د بلوڅو د تښتونې او زموږ په سيمو كې د پوځي عملياتو په اړه هيڅ وخت جدي فكر نه دى كړى″
د يادونې وړ ده، چې د روان مېلادي كال د جولاى په مياشت كې د بشري حقونو د څار نړيوالې ټولنې هم په خپل يوۀ خپاره كړي رپوټ كې په بلوچستان كې پر بشري ضد اعمالو اندېښنه څرګنده كړې وه او په همدې مياشت كې د پاكستان د بشري حقونو سازمان هم په خپل يوه رپوټ كې ويلي وو، چې په بلوچستان كې د پوځ تر واك لاندې په ډېره پراخه پيمانه بشري ناورين روان دى.
راپور: باركوال مياخېل - كوټه