د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

سمر: افغان دولت باید عدالت ته جدي پام وکړي


د افغانستان د بشري حقونو مشره ډاکټره سیما سمر
د افغانستان د بشري حقونو مشره ډاکټره سیما سمر
د بشر د حقونو خپلواک کمیسون په هیواد کې د معافیت له فرهنګ، تاوتریخوالي او د عدالت د نه عملي کیدو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې.

د دغه کمیسیون مشرې سیما سمر د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، سره له دې چې په هیواد کې د بشر د حقونو په هکله ځینې کارونه شوي، خو هغې په دې برخه کې ځینو ستونزو ته هم اشاره وکړه.

″زه د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون په استازیتوب، د جګړې د قربانیانو یاد ته درناوی وړاندې کوم او د دې په تمه یم، چې افغان چارواکي د عدالت په عملي کولو او د دې قربانیانو د کورینو د غمونو کمولو ته پاملرنه وکړي.

د عدالت د کموالي یا د نه پلي کیدو او یا د معافیت د فرهنګ د له منځه وړلو په هکله اعتراض کوو، په خاصه توګه د ملکي تلفاتو په هکله، چې په افغانستان کې په پوځي برخه کې رامنځ ته کیږي.″

د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې دغه خبره د بشر د حقونو د نړیوالې اعلامیې د تصویب د درې شپیتمې کلیزې په غونډه کې وکړه.

د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه چې دېرش مادې لري، د ملګرو ملتونو په ټولنه کې تصویب شوه.

په دغه اعلامیه کې بنیادي مدني، فرهنګي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز حقونه چې باید په نړۍ کې ټول خلک ورنه برخمن وي، راغلي دي.

همدا راز د بشر د حقونو په یو بل رپوټ کې بیا د افغانانو اقتصادي او ټولنیز وضعیت تشریح شوی دی.

په دغه رپوټ کې چې د شنبې په ورځ خپور شو، د زده کړې او روغتیايي مرکزنو ته د خلکو د لاس رسي په هکله خبرې شوې وې.

په دغه رپوټ کې د عدلي او قضایي ستونزو، دغو دواړو برخو ته د خلکو په نه لاس رسي او د ډیری افغانانو وزګارتیا ته هم اشاره شوې.

ډاکټر سیما سمیر په دې اړه وايي:

″هغه کارونه چې نه دي شوي، یو له هغو نه خلکو ته د وزګارتیا په برخه کې نه پاملرنه ده، چې خلکو ته کار نه دی پیدا شوی او یا هم د ماشومانو کار کول چې په ماشومانو باندې باید کار ونه شي او بل عدلي او قضایي برخې ته د خلکو نه لاس رسی، چې دا ډیر او جدي کار ته اړتیا لري.″

د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته وړاندېز وکړ، څو ټولو هغو خبرو ته پام وکړي، چې په دغه رپوټ کې راغلي.

دا چې د بشر د حقونو کمیسیون د عدالت د نه پلي کیدو په برخه کې اندیښمن دی او دا رپوټ کې چمتو کړی افغان حکومت یې تر اوسه په اړه څه نه دي ويلي.

داسې ویل کیږي، چې ډیر کله عدالت د هغو خلکو له خوا نه عملي کیږي، چې په دولت کې لوړه دنده لري.

د معافیت فرهنګ یوه له هغو ستونزو څخه ده، چې نه یواځې عام خلک بلکې په خپله ولسمشر هم له هغه نه شکایت کوي، ولسمشر حامد کرزي د دغې ستونزې په هکله د بن په کنفرانس کې هم یادونه وکړه، چې د هغه په وینا دا د ډيرې بنسټونو د نه پرمختګ یواځنې لامل دی.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG